د لاس رسي وړ اتصالات

خبري اترې: ریمونډ ډیوس او د آمریکا او پاکستان اړیکې


وروستي معلومات وايي چې محکمې د پاکستان د حکومت هغه غوښتنه منله چې وايي د ډیوس قضیه دي وځنډوي ترڅو هغه وخت ترلاسه کړي چې د خپله دریځ نه دفاع وکړي.
وروستي معلومات وايي چې محکمې د پاکستان د حکومت هغه غوښتنه منله چې وايي د ډیوس قضیه دي وځنډوي ترڅو هغه وخت ترلاسه کړي چې د خپله دریځ نه دفاع وکړي.

د ریمونډ ډیوس مسلې د آمریکا او پاکستان ترمنځ یو لړ اندېښنې راپیدا کړي دي، تر دې چې واشنګټن هغه ستراتیژیکه او مهمه غونډه وځنډوله چې ټاکل شوې وه د آمریکا، افغانستان او پاکستان ترمنځ دایره شي.

څه موده مخکي د آمریکا د باندنیو چارو د وزارت کارمند ریمونډ ډیویس د پاکستان د لاهور په ښار کې هغه مهال دوه وسله وال پاکستانیان ووژل کله چې یې پر ده باندي د غلا پلان درلود.

هغه د پېښې نه وروسته د پولیسو د خوا ونیول شو او اوس یې قضیه د پاکستان په قضاْ کې پرته ده. په خپله ډیویس د پاکستان د قانون د تفنیذ د مراجعیو په بند کې دی.

هغه ادعا کوي چې دا اقدام یې د ځان نه د دفاع په خاطر کړیْ دیْ او په نتیجه کې یې دوه کسه وسله وال پاکستانیان ووژل شول، خو پاکستاني مامورین بیا وايي چې هغه قتل کړی دی.

په عین حال کې جمهور ریْس اوباما هم د پاکستان نه وغوښتل چې ریمونډ ډیوس دي آزاد شي ځکه چې هغه ډیپلوماتیکي مصونیت او معافیت لري. دغه راز د آمریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ ریْس جان کیري هم اسلام آباد ته ولاړ او هلته یې د پاکستان د مشرتابه او د مخالف ګوند د مشرانو سره وکتل تر څو د ډیوس د قضیې دپاره د حل لاره راوباسي.

د پاکستان مشرتابه او حکومت یې په یوې حساسه شیبه کې بند پاته دی، د یوې خوا نه د واشنګټن له خوا پرې فشار دی چې ریموڼد ډیوس د ډيپلوماتیکي معافیت پر بنا باندي آزاد کړي، د بلي خوا د پاکستان د عوامو تر فشار لاندي دی چې وايي د ډیوس سره باید قانوني چلند وشي اوباید محاکمه شي.

د پاکستان حکومت دا نه ردوي چې هغه ډیپلوماتیکي معافیت نه لري خو وايي چې محکمه به د ډیوس د سرنوشت په باب پریکړه وکړي.

پر ډیوس باندي د آمریکا نه د وتلو بندیز لګیدلی دی.

وروستي معلومات وايي چې محکمې د پاکستان د حکومت هغه غوښتنه منله چې وايي د ډیوس قضیه دي وځنډوي ترڅو هغه وخت ترلاسه کړي چې د خپله دریځ نه دفاع وکړي.

دا چي دا موضوع به څنګه حل شي او د امریکا او پاکستان ترمنځ اندېښنې به پر افغانستان باندي څه اغیزه ولري. د نن ماښام د خبرو اترو په خپرونه کې مو پر همدغې موضوع باندي خبري وکړې.

په خپرونه کې میلمانه وو:

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی ډیپلومات او د روانو چارو کارپوه احمد سعیدي

او د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال، او په افغانستان کې د پاکستان د سفارت پخوانی نظامي اتشه بریګیدیر سعد

زمونږ خپرونه د واشنګټن څخه په مستقیمه بڼه د حسیب الکوزي په کوربه توب خپره شوه.

بشپړ بحث لاندې واوریْ!

XS
SM
MD
LG