د لاس رسي وړ اتصالات

د تاپي د پروژې د لگښت کار وروستي پړاو ته رسیدلی


د تاپي د پروژې د څو ځلي ځنډیدو عمده عامل په افغانستان کې ناامني او د پانگونې په چارو کې ستونزې گڼل شوي
د تاپي د پروژې د څو ځلي ځنډیدو عمده عامل په افغانستان کې ناامني او د پانگونې په چارو کې ستونزې گڼل شوي

د تاپي د گازو د پایپ لاین د غزولو د ځنډیدلې پروژې د کار د بیا پیل کیدو په هکله په پروژه کې شامل شرکتونه غواړي د نومبر په میاشت کې د پانگونې لارې چارې په ډاگه کړي.

د پاکستان د گازو د دولتي مؤسسې مشر مبین ساولات، چې د دې پروژې په اړه خبرو کې د پاکستان له لوري برخه اخلي، د جمعې په ورځ د رویترز اژانس ته وویل چې د ترکمنستان څخه د افغانستان د لارې پاکستان او هند ته د گازو د پایپ لاین د غزولو د ځنډیدلې پروژې کار د مالي نظره وروستي پړاو ته رسیدلی دی.

دغه پاکستانی چارواکی وایي چې په راتلونکې میاشت کې به پانگه والو ته د پانگونو په هکله لارښوونه وشي.

د تاپي په نامه د ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ددې پایپ لاین د غزولو د پروژې لگښت لس میلیارده ډالر اټکل شوی دی چې ددې څاورو هیوادونو د انرژۍ کورنۍ کمپنۍ په کې برخه لري او په کال کې به ٣٣ میلیارده کوبیک میتره گاز لیږدوي.

ددې پروژې د څو ځلي ځنډیدو عمده عامل په افغانستان کې ناامني او د پروژې د پانگونې په چارو کې ستونزې په ډاگه شوي دي.

مبین ساولات د رویترز اژانس ته ویلي چې د پلان سره سم به د نومبر په میاشت کې د تاپي په پروژه کې یو مهم انکشاف رامنځ ته شي او پانگونکو ته به لازمې لارښونې او د پروژې په اړوند څرگندونې وشي.

هغه وایي چې "د پروژې د عملي کیدو لپاره د ټولو چارو ترسره کیدل په ٢٠٢٠ کې پلان شوي دي او زما په اند مونږ د هدف په لور په سمه روان یو".

XS
SM
MD
LG