د لاس رسي وړ اتصالات

تهران کې چاودنو اتومي ساینسپوه واوژه


تهران کې چاودنو اتومي ساینسپوه واوژه

تهران کې چاودنو اتومي ساینسپوه واوژه

ایران وايي، په پایتخت تهران کې دوو جلا د بم چاودنو د ملک یو نامتو اتومي ساینسپوه وژلی او یو بل یې زخمي کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په عاجل ډول دغه حملې وغندلې او پړه یې پر امریکايي او اسرائیلي استخباراتي ادارو ور واچوله.

د ایران دولتي مطبوعات وايي، حمله کوونکي چې په موټر سایکلونو باندې سپاره وو، د دوشنبې په ورځ هغه وخت د ساینس پوهانو په موټرو پورې بمونه تړلي وو چې هغوی د تهران په شمال کې د شهید بهشتی پوهنتون کې خپل د دفتر ته روان وو.

په یوه چاودنه کې ایرانی ساینسپوه مجید شهریاری وژل شوی او د هغه میرمن پکې ژوبله شوې ده. په بلې چاودنې کې ساینس پوه فریدون عباسي او د هغه میرمن ژوبل شوي دي.

په تیرو څو کلونو کې لږ تر لږه دوه نور ایراني ساینس پوهان هم په دغه ډول حملو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG