د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې په لسګونو کسانو د پاکستان پر ضد مظاهره کړې


مظاهره کوونکو د پاکستان او ایران پر ضد شعارونه هم ورکول
مظاهره کوونکو د پاکستان او ایران پر ضد شعارونه هم ورکول

په خوست ښار کې لسګونو خلکو د پاکستان پرضد مظاهره وکړه او د دغه هېواد د پوځيانو له لوري يې د افغانستان په سرحدي سيمو کې د تاسيساتو جوړول وغندل او د هغې د مخنيوي جدي غوښتنه يې وکړه.

مظاهره چيانو مرګ پر پاکستان او ايران شعارونه ورکول او دغه راز يې له ځان سره د رخت پر ټوټو د هغو ګاونډيو هېوادونو پرضد ليکلي شعارونه هم لېږدول، چې ګواکې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

د افغان حکومتي چارواکو په وينا په دې وروستيو کې د افغانستان په ځينو سرحدي سيمو کې پاکستاني پوځيان د ډيورنډ تر کرښې راتېر او د ځان لپاره يې د تاسيساتو پر جوړولو کار پيل کړی.

د خوست د مظاهرې ګډونوالو ياد کار د خپل هېواد پر خاوره ښکاره تېری وباله. دوی ويل، چې افغانان به هيڅکله پر خپله خاوره چا ته د نور تيري اجازه ورکړي او نه يې هم نور زغملی شي.

مدني فعال موسی جان امريکاغږ ته وويل "که له دې وروسته بيا هم کوم ګاونډی هېواد زموږ پر خاوره هر ډول تېری وکړي، موږ به نور ورته غلي پاتې نه شو او غاښ ماتوونکی ځواب به ورکړو".

په مجموع کې د مظاهرې د ګډونوالو غوښتنه دا وه، چې افغان حکومت دې د هغو ګاونډيو هېوادونو پر وړاندې، چې د دغه هېواد د بې ثباتۍ لامل ګرځي، له سخت دريځۍ څخه کار واخلي.

دوی په ځانګړي ډول له جمهور رئيس محمد اشرف غني څخه په کلکه وغوښتل، چې د افغانستان پر خاوره د هر تجاوز کوونکي هېواد پرضد په ورته عمل لاس پورې کړي.

د يادې مظاهرې يو تن ګډونوال په دې اړه داسې وايي"له اشرف غني جدي غوښتنه کوو، لکه څه ډول چې پاکستان او ايران زموږ د ځورولو لامل شوي او په توپونو باندې مو ولي، همداسې ځواب ورکړي".

د خوست د نننۍ مظاهرې ګډونوالو خبرداری ورکړ، چې که پاکستان د افغانستان په سرحدي سيمو کې له تاسيساتو جوړولو لاس په سر نه شي، د ولسي افغانانو له سخت او وسله وال غبرګون سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د پکتيکا د برمل ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د پاکستاني عسکرو له لوري د تاسيساتو جوړولو او دغه راز پر کونړ د توغندويي بريدونو راپورونه ورکړل شول.

د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل امريکاغږ ته وويل، چې د برمل ولسوالۍ د انګور اډې په سيمه کې د پاکستان پوځ اوس هم د تاسيساتو پر جوړولو وخت ناوخت کار کوي.

د دغو تاسيساتو پر سر څه موده مخکې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه هم شوې وه، چې يو افغان سرحدي پوليس پکې ووژل شو او دوه پاکستاني سرتېري ټپيان شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ په جلال اباد ښار کې هم لسګونو خلکو د پاکستان له لوري د افغانستان پرخاوري د تيري او توغندويي بريدونو دغندلو او مخنيوي په اړه مظاهره وکړه.

XS
SM
MD
LG