د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې لسګونو کسانو د ډیورنډ پر کرښه د کټارو د درولو پرخلاف لاریون کړی


لاریون کوونکو غوښتل چې د باکستان سفارته هم لاړ شي، خو پولیسو یې مخه ونیوله.
لاریون کوونکو غوښتل چې د باکستان سفارته هم لاړ شي، خو پولیسو یې مخه ونیوله.

نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې لسګونو کسانو د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ له خوا د کټارو درولو پرخلاف لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د کابل ښار د عیدګاه په جومات کې تر غونډېدلو وروسته د پاکستان سفار ت او له هغه ځایه بیا د افغانستان ملي شورا ته د تللو نیت درلود خو د پولیسو له خوا یې مخه ونیول شوه او لاریون په سوله ایز ډول د عیدګاه جومات په انګړ کې پای ته ورسېد.

لاریون کوونکو د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان د پوځ له خوا د کټارو د جوړولو او د پاکستان د لاس وهنو پرخلاف شعارونه ورکول.

د دغه لاریون کوونکو یو تنظیموونکي حبیب الرحمان وویل ترهغې چې د ډیورنډ کرښه له منځه نه وي تللې، افغانستان کې به سوله او امنیت ټینګ نه شي.

ښاغلي حبیب الرحمان وویل " مونږ د افغانستان له دولت، پارلمان، جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست څخه غواړو چې د لوی افغانستان د جوړولو په برخه کې دې فشار راولي ترڅو د ډیورنډ کرښه له منځه لاړه شي ".

د دغه لاریون بندوبست د افغانستان د مقدسې خاورې د دفاع ملي کاروان په نوم شوی و.

په دغه کاروان کې یو شمېر سیاسي جریانونه، سیاسي شخصیتونه او د مدني ټولنې استازي برخه لري.

لاریون کوونکو په خپل پرېکړه لیک کې ویلي چې افغان ولس د خپلې خاورې دفاع د سر په بدله کوي او هیڅ کوم هیواد، په ځانګړي ډول پاکستان ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان ارضي تمامیت ته زیان ورسوي.

په دغه پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د امریکایي او نړیوالو ځواکونو حضور د افغانانو د وژنې د لړۍ دوام ګڼل شوی او له دغه هیواد څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو غوښتنه شوې ده.

همداشان د دغه لاریون په پرېکړه لیک کې د افغانستان په هکله د روسیې، ایران او پاکستان د ائتلاف غندنه هم شوې ده.

د پاکستان د پوځ له خوا د ډیورنډ پر کرښه د کټارو د جوړولو د پرېکړې وروسته د کابل سربېره د افغانستان په یو شمېر نورو ښارونو کې هم لاریونونه شوي دي.افغان حکومت له وړاندې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان د پوځ له خوا د کټارو د جوړولو اقدام غندلی او د دغه هیواد دا تحرکات یې یو اړخیز او بې فایدې ګڼلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د چهارشنبې په ورځ خبریالانو سره په خبرو کېد ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ له خوا د پوځي تحرکاتو او سرحدي سرغړونو یو هدف د دغې کرښې په اړه د نړیوالې ټولنې ذهنیت بدلول وګڼل او ویې ویل چې دا تحرکات ځکه ګټه نه لري چې د افغان حکومت له موافقې پرته ترسره کیږي.

ښاغلي مستغني وویل " د ډیورنډ د فرضي کرښې د مسئلې په مطرح کولو سره پاکستان لوری د نړیوالې ټولنې د ذهنیت د بدلولو لپاره هڅه کوي، د افغانستان اسلامي دولت ملت ته دا اعلانوي چې دا هڅې د هغوی د قوت نښه نه بلکې د کمزورۍ نښه ده ".

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، که په دې هکله ډیپلوماتیکي هڅې بریالۍ نه شي نو بیا به افغان حکومت په دې هکله د افغانستان خلکو ته د پریکړې لپاره مراجعه وکړي.

خو اسلام اباد، د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه رسمي کرښه ګڼي او وایي چې په دې هکله بحثونه پای ته رسیدلي دي.

پاکستان له افغانستان سره د کرښې په اوږدو کې د کټارو درول له افغانستان څخه دغه هیواد ته د تروریستانو د ورتګ د مخنیوي لپاره یو اقدام ګڼي.

پاکستان د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د افغانستان پر خوا د توپونو د ویشتلو په اړه هم ویلي چې د دغو بریدونو هدف هغه وسله وال جنګیالي دي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې تروریستي بریدونه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG