د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په پوهنتونونو کې د فلسطینیانو د ملاتړ مظاهرې په کړکېچ اوښتي


د نیویارک ایالت په کولمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو په ملاتړ پرلت
د نیویارک ایالت په کولمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو په ملاتړ پرلت

د امریکا په څو سترو پوهنتونونو کې د فلسطینیانو د ملاتړ مظاهرې د مظاهره کوونکو او د پوهنتونونو د مسئولینو ترمنځ په کړکېچ بدلې شوي، یو شمېر مظاهره کوونکي نیول شوي او ځینې ټولګي رخصت شوي دي.

دغه مظاهرې تېره اونۍ هغه مهال پیل شوې چې یو شمېر مظاهره کوونکو د نیویارک ایالت په کولمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو په ملاتړ پرلت پیل کړ او دغه بهیر د امریکا نورو سترو پوهنتونونو ته وغځېد.

په کولمبیا پوهنتون کې یو شمیر یهود محصلینو د دغو مظاهرو په ترڅ کې د دوی د وېرولو او یهودي ضد څرګندونو راپور ورکړی دی. مظاهره کوونکو د نیویارک د دغه معتبر پوهنتون له ادارې څخه غوښتنه کړې چې له اسرائیل سره د اړیکو لرونکو شرکتونو څخه جلا شي.

د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غوايي ۳) د کولمبیا پوهنتون ټول ټولګي انلاین شوي او مسئولینو د اقداماتو کولو غږ کړی دی.

د کولمبیا د پوهنتون رئیسې نعمت شفیق په یو پرانیستي لیک کې وویل: "په تیرو څو ورځو کې، د پوهنتون په انګړ کې د ډاروونکي او ځوروونکي چلند ډیرې بیلګې لیدل شوي دي. د یهودو په شمول د ټولو خلکو د ځورولو او وېرولو ژبه کارول د منلو وړ نه ده او پر خلاف به یې مناسب اقدام وشي."

شفیق زیاته کړه: "د کرکې د کمولو او موږ ټولو ته د راتلونکو ګامونو په اړه د غور کولو فرصت راکړئ. زه اعلان کوم چې ټول ټولګي به د دوشنبې په ورځ په انلاین بڼه ترسره شي."

په کولمبیا پوهنتون کې یو شمیر یهود زده کونکو د دغو مظاهرو په ترڅ کې د دوی د وېرولو او یهودي ضد څرګندونو راپور ورکړی.
په کولمبیا پوهنتون کې یو شمیر یهود زده کونکو د دغو مظاهرو په ترڅ کې د دوی د وېرولو او یهودي ضد څرګندونو راپور ورکړی.

تیره اونۍ ، لږ تر لږه ۱۰۰ لاریون کونکي وروسته له هغه ونیول شول چې د کولمبیا پوهنتون چارواکو د پنجشنبې په ورځ پوهنتون ته پولیس راوغوښتل. ددې اقدام له کبله داسې بریښي چې تاوتریخوالی نور زیات شوی او ددې اونۍ په پیل کې په مظاهرو کې د خلکو ګډون پراخ شوی دی.

د ټولنیز کار محصلې میمي الیاس چې د پولیسو له خوا نیول شوې، د دوشنبې په ورځ فرانس پرس ته وویل: "موږ به تر هغه وخته پاتې کیږو چې دوی له موږ سره خبرې وکړي او زموږ غوښتنې واوري. موږ د یهودیت یا اسلام ضد نه یو بلکې موږ د ټولو دپاره ازادي غواړو."

په کولمبیا پوهنتون کې د کلاسیکو زده کړو استاد جوزف هولي وویل چې پوهنتون د پولیسو په رابللو سره "غلطه وسیله" کارولې او له کبله یې "نور افراطي عناصر" مظاهرو ته راغلي چې د پوهنتون محصلین ندي. هغه وویل: "تاسو نشئ کولی په ټولنه کې د تعصب او نظر د اختلاف ځواب په مجازاتو ورکړئ."

انضباطي اقدام

د دوشنبې په ورځ د یهودو د پسحې د اختر د پیل سره په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو عکسونو کې په کولمبیا او نورو پوهنتونونو کې ددغو مظاهرو په ترڅ کې د فلسطینیانو په پلوۍ یهودي محصلین لیدل کیږي چې د یو سمبولیک اقدام په توګه یې د پسحې د ورځې د یهودو دودیز خواړه په لاسونو کې نیولي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ، پولیسو د دوشنبې په ماښام وروسته له هغه د په نیویارک پوهنتون کې یو شمېر پرلت کوونکي ونیول چې ددغه پوهنتون مسئولینو د مظاهره کوونکو چلند "بې نظمه، او ګډوډونکی" وباله.

په ام.ای.ټي، میشیګان او یال پوهنتونونو کې هم د لاریونونو خبرونه خپاره شوي او لږترلږه ۴۷ مظاهره کوونکي د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه ونیول شول چې د خپریدو غوښتنه یې رد کړه.

د یال پوهنتون په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: "پوهنتون پریکړه وکړه هغه کسان ونیسي چې د یال پوهنتون امنیت او خوندیتوب په نظر کې نه نیسي او د پوهنتون له ودانۍ څخه له وتلو ډډه کوي."

په هارورډ پوهنتون کې د محصلینو یوې ډلې په انسټاګرام کې لیکلي چې ددغه پوهنتون چارواکو د دوشنبې په ورځ د فلسطینیانو سره د پیوستون کمیټه وځنډوله.

د هارورډ د محصلینو لخوا خپرېدونکې "کریمسن" ورځپاڼې د پوهنتون د مسئولینو لخوا د لیږل شوي بریښنالیک پراساس خبر ورکړی، چې تېره اونۍ محصلینو ته امر شوی چې "ټول تنظیمي فعالیتونه ودروي" او خبرداری ورکړل شوی چې د غیر راجستر شويو لاریونونو د تنظیمولو په صورت کې به له پوهنتون څخه د اخراج له خطر سره مخامخ شي.

د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې د حماس له مرګاني برید وروسته، په غزه کې د اسرائیل د پوځي عملیاتو د پیلېدو او بشري بحران رامنځته کېدو راهیسې په متحده ایالاتو کې پوهنتونونه د شدیدو کلتوري بحثونو مرکزونه ګرځیدلي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ وویل چې هغه "د یهودو ضد لاریونونه" غندي. بایډن خبریالانو ته د نورو جزیاتو له ورکولو پرته وویل: "زه هغه کسان هم غندم چې نه پوهیږي له فلسطینیانو سره څه تیریږي."

دغه راپور د فرانس پرس اژانس د موادو پراساس چمتو شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG