د لاس رسي وړ اتصالات

د اوهایو د پوهنتون پیښه - د ترهگریز برید احتمال


ویل کیږي چې بریدگر اول خپل موټر په لاررویو باندې وچلوو
ویل کیږي چې بریدگر اول خپل موټر په لاررویو باندې وچلوو

د متحده ایالاتو د اوهایو ایالت په پوهنتون کې د یو ځوان محصل له خوا برید چې له امله یې ١١ تنه ټپیان شول، اوس د امریکا د پولیسو له خوا د یو احتمالي ترهگریز برید څه څیر پلټل کیږي.

ویل کیي چې بریدگر سومالیایي مسلمان و خو د اوهایو د مسلمانانو د ټولنې مشران ویلي چې داسې بریدونه د اسلامي عقایدو سره هیځ اړیکې نلري.

پولیس وایي چې برید د اوهایو ایالت د دوشنبې د ورځې په پیښه کې، قصداً د خپل موټر سره په لاره روانو خلکو باندې وچلوو او وروسته بیا د یو قصابي چاړه سره په خلکو باندې برید وکړ او هغوی یې ټپیان کړل.

ویل کیږي چې بریدگر پخپله، عبدالرزاق علی ارتان د اوهایو د پوهنتون محصل و. د اوهایو د پوهنتون ایالتی پولیس، کریگ ستون وویلي دي چې د یوې دقیقې نه په کم وخت کې د پولیسو یو مامور د پیښې سیمې ته ځان رسولی و، او د مشکوک کس سره د نښتې وروسته، هغه یې سمدستی وواژو.

د روغتیایي چارو مسولین وویل چې د دې پیښې له امله ١١ تنه سیمه ایز روغتون ته لیږل شوي دي خو د یو تن ټپونو هم داسې ندي چې ژوند ته یې گواښ پیښ کړي.

د دې پیښې نه سمدستي وروسته، د چټک غبرگون ځواکونه او د اف بي آی مامورین د پیښې ځای ته ورسیدل او د بل احتمالي بریدگر پلټنه یې پیل کړه.

عبدالرزاق علی ارتان, د اوهایو مشکوک بریدگر
عبدالرزاق علی ارتان, د اوهایو مشکوک بریدگر

د حکومت یو بل چارواکي هم د اسوشیتدپرس خبري اژانس ته ویلي چې ارتان، په سومالیا کې زیږیدلی او د امریکا قانوني دایمي اقامت یا گرین کارت لري.

د برید انگیزه

امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې گواکې عبدالرزاق علی ارتان له برید نه مخکې د فیسبوک په یوې پاڼې باندې چې وروسته بیا بنده شوه د امریکا په ضد یوه لیکنه کړې وه او په هغه کې غوښتي و چې امریکا باید نور د نورو هیوادونو په چارو کې 'په تیره بیا د مسلمان امت' په چارو کې مداخله ونکړي.

د دې سره سره تر اوسه پورې یقیني شوې نده چې د عبدالرزاق علی ارتان پرونی عمل سل په سلو کې ترهگریزه انگیزه درلوده او که نه. خو د هغه قضیه د یو احتمالي ترهگریز برید په توگه څیړل کیږي.

په ورته وخت کې د اوهایو ایالت د جوماتونو ملاامامان او د مسلمانو سازمانونو مشران د امریکا پرونی برید په کلکو ټیکیو کې غندلی. په اوهایو کې د امریکا د اسلامي اریکو د شورا څخه، جنیفر نیمار ووی چې دا عمل او د تاوتریخوالي هر عمل په کلکو ټیکیو غندي.

د سیمې د یو جومات امام، باسل گوهر هم دا برید غندلی او هغه یې د اسلامي عقایدو لیرې عمل بللی. د امریکا د منتخب جمهور رئیس دونالد ترمپ مرستیال، مایک پنس په دې پیښه کې د زیانمن شویو کورنیو سره خواخوږي څرگنده کړې ده او د دوشنبې پیښه یې یوه غمجنه پیښه بللې ده. خو ښاغلي ترمپ چې پخوا به د داسې پیښو په اړوند امریکا ته د مهاجرت په سیستم باندې نیوکې کولې، تر اوسه په دې اړوند یې تبصره نه وي کړی.

XS
SM
MD
LG