د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوري غوښتونکی ریک پیري او د ۲۰۱۲ کال انتخاباتي کمپاین


جمهوري غوښتونکی ریک پیري او د ۲۰۱۲ کال انتخاباتي کمپاین
جمهوري غوښتونکی ریک پیري او د ۲۰۱۲ کال انتخاباتي کمپاین

د تکساس والي ریک پري په دې ورستیو کې د جمهوري غوښتونکو له خوا د ۲۰۱۲ کال د ټولټاکنو دپاره سیالۍ ته راګډ شو او په ډیر لږ وخت کې یې د عامه افکارو په سروې ګانو کې تر ټولو لوړ مقام ترلاسه کړ.

که چیري په ۲۰۱۲ کال کې هغه د جمهوري غوښتونکو له خوا کاندید شي نو زیات شمیر محافظه کاره پلویان به لري خو په میانه روو او مستقلو رای ورکونکو کې به یې ملاتړ مقایستاْ ډیر نه وي.

د ریک پیري مثبت ټکی دا دی چې په تیرې یوې لسېزې کې یې چې د ټکساس ایالت ولایت کړی دی، د نورو ایالتونو په مقایسه یې د خلګو دپاره ډیرې وظیفې رامنځ ته کړي دي. د خپلو سیالو جمهوري غوښتونکو سره په بحثونو کې هغه هر ځل هوډ کوي چې د هیواد په کچه به د هغه اقتصادي پرمختګ د ماډل نه کار واخلي کوم چې ده په تکساس ایالت کې پلي کړی دی.

پیري داسي وايي: ،،تاسو خلګو ته باید فرصت برابر کړی چې خپله سرمایه په کار واچوو او د دې خطر د قبلولو په خاطر باید د پانګه اچونکو دپاره د مالیې بوج راکم کړل شي او د غه راز سخت قوانین ددغو پانګه اچونکو دپاره آسانه کړل شي. که چیري دا کار وشي نو د آمریکا اقتصاد به د راکټ بیرته پورته شي.،،

خو د هغه سیال، د مسېچیوسیس ایالت پخوانی والي مید رامني بیا د پیري هغه نیوکه تر پوښتنې لاندي راولي چې د مشرانو دپاره د سوشل سکیورتي یا ټولنیز تظمین د پروګرام په برخه کې یې لري. ،،پوښتنه دا ده چې آیا تاسي اوس هم په دې باور یاست چې د ټولنیز تظمین یا سوشل سکیورتي پروګرام باید نور فیدرالي پروګرام نه وي بلکې د ایالت په سطحه دي شي. تاسو دا دریځ شپږ میاشتې مخکي په خپل یوه چاپ شوي کتاب کې غوره کړی و.،،

پیري د رامني په ځواب کې داسي وايي،، زه فکر کوم چې مونږ باید خبري او مباحثه وکړو،،

رامني، بیا پیري ته داسي وویل ،،همدا خو مباحثه ده چې ماو ته یې کوو. مونږ د ولسمشر د مقام دپاره ځانونه کاندید کړي دي.،،

د یادونې وړ ده چې ماهرین وايي چې که چیري پیري د سوشل سکیورتي یا ټولنیز تظمین د پرورګرام او نورو ټولنیزو پروګرامونو په برخه کې اوسنی دريځ ولري نو د محافظه کاره په منځ کې به یې طرفداري زیاته شي خو هغه د جمهوري ریاست د څوکۍ د ګټلو دپاره د میانه روو رایو ته هم اړتیا لري.

د رایس پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځۍ نه مارک جونس د پیري د جمهوري ریاست دپاره پر کمپاین او هلو ځلو باندي له نږدې نه تمرکز کړی دی.

هغه داسی وايي:،،که چیري پیري په خپل کمپاین کې پر وظیفو او اقتصاد باندي خبري ونکړي او پر نورو مسایلو باندي تمرکز وکړي لکه ټولنیز ارزښتونه، مذهب او د ټولنیز تظمین پروګرام نو د هغه کاندیدل به دومره اغیزمن نه وي،،

جونس زیاتوي چې د پیری بری په دې کې دی چې په تکساس کې پر هغو بریالیتونو باندي تمرکز وکړي چې د کارموندنې په برخه کې ده درلودلل. د آمریکا د احصایې د ملي ادارې د امارو له مخې ، تکساس په تیرو لسو کلونو کې د ۷ ساوو زرو نه زیاتې وظیفې په خصوصي سکتور کې رامنځ ته کړي دي په داسي حال کې چې غټونو ایالتونو لکه کلفورنیا او میشیګن بیا د ۶ ساوه زرو نه زیاتې وظېفې د لاسه ورکړي دي. داچي ښاغلي پیري ته به ددغو وظیفو څومره کریډټ ورکړل شي دا هغه مسله ده چې د هغه سیالانو تر پوښتنې لاندي راوستې ده ځکه دوي وايي چې په تکساس کې شرایط د پیري د راتګ نه مخکي مساعد و نو ځکه دومره وظیفې رامنځ ته شوي دي.

خو جونس وايي چې د رای ورکونکو دپاره دا مهمه مسله نه ده.

،،تکساس ایالت د وظیفو په برخه کې بریالیتوب درلود. دا یو حقیقت دی. دا مسله به ستونزمنه وي چې تر پوښتنې لاندي راشي ځکه په سیاسي لحاظ پیري کولای شي چې ووایي چې ده دا وظیفې رامنځ ته کړي دي.،،

د یادونې وړ ده چې ریک پیري هیڅ وخت انتخابات نه دي بایللي خو خپل ټول کار یې د تکساس په ایالت کې کړی دی. د هغه دا غټ امتحان به راتلونکی کال د ایوا او نیو همپشیر په ایالتونو کې د انتخاباتو په لومړنیو پړاوونو کې په ډاګه شي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG