د لاس رسي وړ اتصالات

په تکساس کې یو کس د ترهګرۍ په تور محکوم شو


په تکساس کې هغه کس چې اسلام ته اوښتی و وروسته له هغه نه په شلو کلونو بند محکوم شو چې پرې د القاعدې سره د مرستې تور ثابت شو. امنیتي مامورینوو د ۲۰۱۰ کال د مې په میاشت کې باري بوجل وروسته له هغه نه ونیوی چې غوښتل یې د جعلي اسنادو په مرسته په هغې بیړۍ کې سفر وکړي چې مینځني ختیځ ته تلله.

فیډرالي څارونوالان وايي چې د بوجل سره پیسې، محرم نظامي اسناد او نور مواد ګیر شوي دي چې هغه غوښتل القاعدې ته یې ورورسوي.

خو بوجل بیا د هر ډول ترهګریزې ډلې سره خپلې اړیکې ردوي او وايي چې فیډرالي مامورینو هڅه وکړه چې هغه په شخړه کې ور ګډ کډ کړي. نوموړي وویل چې هغه غوښتل چې منځني ختیځ ته د خپل ایمان د لا پیاوړي کېدو په خاطر سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG