د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غواړي د نوې تکنالوژۍ په مرسته ترافيکي پېښې کمې کړي


Texting While Driving
Texting While Driving

د امریکا حکومت د تیلیفونونو له شرکتونو غواړي چې د موټروانۍ پر مهال په تیلیفون کې ډېر پروګرامونه وتړي.

د متحده ایالتونو حکومت د ځېرګو تلیفونونو له جوړونکو شرکتونو غواړي چې خپل اپلیکیشنونه داسې عیارکړي چې خلک یې د موټر چلولو پرمهال ونشي کارولئ.

د حکومت له خوا وړاندې شوې دغه لارښوونې تیره اونۍ صادرې شوې او هدف یې د موټروانۍ پر مهال د ترافیکي ټکرونو او پېښو مخنیوی دی. د امریکا د لویو لارو د خوندیتوب ادارې همدارنګه له موټر جوړونکو شرکتونو غوښتي چې د موټرو سیستم ساده جوړ کړي چې له ځیرکو تلیفونونو سره ونښلول شي. که دا پلان عملي شي چلوونکي به کولی شي چې په تیلفون کې زنګ ووهي او خبرې وکړي خو، پیغام به ونشي استولی، انټرنټي ويپاڼې به نشي لیدلی، ویډیوګانې او عکسونه نه شي اخیستلی او نه یې هم استولی شي.

د جي پي اس یا لارموندنې سیستم به یې کار کوي خو په داسې لارښوونو سره چې د موټروان پام بل لوري ته جلب نکړي. له تیرو دوو کلونو راهیسې په امریکا کې د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله په ترافیکي پېښو کې مرګ ژوبله زیاته شوې. حکومت وايي تیرکال په ترافیکي پېښو کې د ۳۵۰۰۰ زرو وژل شوو کسانو، لس فیصده د چلوونکو د بې احتیاطۍ له املهمړه او ژوبل شوي دي.

د امریکا د لویو لارو د خوندیتوب د ادارې مشر مارک روسکاینډ په یوه لیکلي بیان کې ویلي" د چلوونکو انحراف د ترافیکي پېښو له امله د مرګ ژوبلې د لوړیدو یو علت دی، مونږ ژمن یو چې د موبایل جوړولو شرکتونو سره په ګډه کار وکړو چې موبایل تیلیفونه داسې جوړ کړي چې د چلوونکو پام له موټر چلولو څخه منحرف نه کړي".

د موټرو جوړولو شرکتونو لا د مخه دا کار پیل کړی دی، په ډیرو موټرو کې د اپل د شرکت CarPlay او د ګوګل شرکت د Android Auto سیستمونه موجود دي چې موټر له ځیرک تیلیفون سره نښلوي او په تلیفیون کې موجودو اپلیکیشنونو ته د محدودې استفادې اجازه ورکوي.

دلویو لارو د خوندیتوب اداره د تیلیفون جوړولو له شرکتونو غواړي داسې تکنالوژي جوړه کړي چې وکولی شي چې څوک موټر چلوي، ډیر اپلیکیشنونه غیر فعاله کړي، خو د اوس لپاره دغه تکنالوژي نه ده موجوده. د دغې تکنالوژۍ په نشتوالي کې د لویو لارو د خوندیتوب اداره غواړي چې تلیفونونه د موټر چلوونکي آپشن ولري چې د موټر چلولو پروخت یې چلوونکی فعاله کړي. د لویو لارو د خوندیتوب اداره د دغو لارښونو له عملي کیدو مخکې تر شپیتو ورځو پورې د خلکو وړاندیزونه اخلي. د فدرال حکومت د قانون برخلاف، د موټرو او تلیفون جوړولو شرکتونه د دغو لارښوونو منلو ته اړ نه دي.

XS
SM
MD
LG