د لاس رسي وړ اتصالات

د "هرات د امنیتي خبرو" پنځم نړیوال کنفرانس پیل شو


د افغانستان ستراتیژیکي څیړنو مرکز له خوا د نننۍ کنفرانس وړاندې څلور نور دغسې کنفرانسونه په اختیارالدین قلعه کې جوړ شوي دي.
د افغانستان ستراتیژیکي څیړنو مرکز له خوا د نننۍ کنفرانس وړاندې څلور نور دغسې کنفرانسونه په اختیارالدین قلعه کې جوړ شوي دي.

د هرات د امنیتي خبرو پنځم نړیوال کنفرانس د " تاوتریخوالي او سیاسي نظام" تر نامه لاندې نن د جمعې په ورځ د هرات ولایت د اختیارالدین په تاریخي قلعه کې غونډې پیل کړې.

په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د ۱۵ هیوادونو اونړیوالو ادارو تر ۱۲۰ پورې کارپوهانو او څیړونکو ګډون کړی دی.

په ګډون کوونکو کې د پاکستان، هندوستان، ایران، روسیې، چین، ترکیې، فرانسې ، برتانیا، تاجکیستان، ملګروملتونو او د شمالي اتلانیتک د پوځي ټولنې ناټو استازي هم شامل دي.

د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز رئیس داود مرادیان چې د دغه کنفرانس کوربه دی، وایي چې هڅه یې داده چې د افغانستان په جګړه کې د ښکیلو خواوو ترمنځ د خبرو له لارې یو فکري همغږي راپیدا کړي او د سیمې امنیتي مسلو ته د دیپلوماټیکي لارو یو هواری ولټوي.

د افغانستان د ستراتیژیکي څیړنو د مرکز رئیس وویل، چې په تیرو څلور نورو غونډو کې دا مرکز په دې بریالی شوی چې په دغو غونډو کې د افغانستان په لانجه کې د ښکیلو خواوو باور ترلاسه او هغوی په کې ګډون وکړي.

ښاغلي مرادیان وویل " سږکالپه دې کنفرانس کې تقریبآ د افغانستان په لانجه کې د ښکیلو خواوو ټولې خواوي حضور لري او د افغانستان د ستراتیژیکي څیړنو د مرکز په توګه زمونږ وظیفه د ښکیلو خواوو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره زمینه برابرول دي، مثلآ د آی ایس آی پخوانی رئیس چې د طالبانو په رامنځ ته کولو کې یې اساسي رول لره په غونډه کې حضور لري. مونږ سږکال په کنفرانس کېملا عبدالسلام ضعیف لروچې په پاکستان کې د طالبانو استازی وو، له هندوستان څخه یو درې ستوری لرونکی جنرال او یو شمیر ستر څیړونکي له ځان سره لرو، له ایران څخه د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت معین په غونډه کې ګډون لري، څو امریکایي میلمانه او هم د روسیې او چین استازي هم شته".

د جمعې د ورځې د پیل په غونډه کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا پخواني سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا ، د هرات والي محمد اصف رحیمي هم خبرې وکړې.

ډاکټر سپنتا په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې لاهم یو شمیر هیوادونه د تروریستانو ملاتړ کوي.

هغه قطر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات په هغو هیوادونو کې یادکړل چې د ښاغلي سپنتا پر وینا له تروریزم څخه ملاتړ کوي.

ټاکل شوې چې دا کنفرانس سبا پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG