د لاس رسي وړ اتصالات

په لوګرکې د پوليو ویروس د خپرېدو مخه نیول شوې


د چارواکو پر وینا، په لوګر ولایت کې لا تر اوسه د پولیو کومه پيښه نه ده ثبت شوې ده
د چارواکو پر وینا، په لوګر ولایت کې لا تر اوسه د پولیو کومه پيښه نه ده ثبت شوې ده

په داسې حال کې چې د لوګر په ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې د حکومت تسلط ډېر نشته، روغتيايي مسوولين او خلک وايي، چې د ګوزڼ ضد واکسين په مخ کې له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخ شوي.

د لوګر اوسېدونکی اصيل خان احمدزی وايي، چې د رسنيو او ديني عالمانو له لوري کيدونکی عامه پوهاوی ددې لامل شوی، چې د پوليو د خطر په اړه د خلکو د پوهې کچه په زياتېدو ده.

هغه وويل" پخوا به له خلکو سره دا فکر و چې کيدای شي د پوليو واکسين به يوه دسيسه وي او بد عواقب به ولري، خو اوس د خلکو فکر مثبت لوري ته اوښتی دی. اوس خلک په ډېرې علاقې سره واکسين ماشومانو ته تطبيوقوي".

د لوګر د مرکز پل علم اوسېدونکي ميوند وويل، په وروستي کمپاين کې چې تېره اوونۍ ترسره شو، خپلو ماشومانو ته يې د ګوزڼ ضد واکسين ترڅنګ د چينجيو ضد ټبلېت هم هغوی ته ورکړل.

ميوند له خلکو غوښتنه لري، چې د خپلو ماشومانو د سالمې روغتيا او د روښانه راتلونکي په خاطر د پوليو ضد واکسين د لا ښه تطبيق لپاره له صحي رضاکارانو سره مرسته وکړي.

ميوند وايي"واکسين ډېر مهم دي، که ماشومانو ته واکسين تطبيق نه شي، فلج يې وهي. بيا هيڅ کار نشي کولی، درس نه شي ويلي، سفر نه شي کولی، ټول کارونه به يې ګډوډ وي او د ټولنې د اوږو بار به وي".

که څه هم دا ډېر کلونه په لوګر کې د ګوزڼ مثبتې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی، خو له دې کبله چې د پوليو ويروس په چټکۍ سره خپرېږي، د عامې روغتيا مسوولين يې د مخنيوي پوره هڅه کوي.

د لوګر د پوليو ولايتي مسوول ډاکټر غلام حضرت امريکاغږ ته وويل، چې د رسنيو له لوري د کيدونکي عامه پوهاوي ترڅنګ يې په دې برخه کې د ديني عالمانو همکاري هم راجلب کړې ده.

هغه وويل"موږ ښه عامه پوهاوی لرو، چې په بدل کې يې خلک له موږ سره ښه همکاري کوي. همدا اوس ما ته له کليو نه دوه زنګونه راغلل چې ماشومان يې له واکسين نه پاتې دي. کمپيان تېر شوی، خو واکسيناتوران مو ور ولېږل چې واکسين يې کړي".

که څه هم په روان ۲۰۱۷ ميلادي کې د لوګر په ګډون په سوېل ختيځو ولايتونو کې د پوليو کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې، خو د روغتياپالانو په وينا دغه سيمه د پوليو د ويروس له خطره خوندي نه ده.

پوليو ساري او د تل لپاره معلولوونکې ناروغي ده، چې د پنځه کلنۍ لاندې عمر لرونکي ماشومان ورسره مخ کېږي. دا ناروغي تداوي نلري، خو د مخنيوي وسيله يې د ګوزڼ ضد وکسين دي.

XS
SM
MD
LG