د لاس رسي وړ اتصالات

ولې افغانستان او ځینو نورو هېوادونو ټک ټاک بند کړی دی؟


د امریکا متحدو ایالتونو د نوي‌ قانون په اساس په دغه هېواد کې د ټک ټاک ټولنیزه شبکه د بندېدو له خطر سره مخامخ ده، مګر که د دغې شبکې اصلي شرکت «ByteDance» یې امریکا ته ورپرېږدي.

که د ټک ټاک شرکت دا ټولنیزه شبکه امریکا ته پرېږدي، دا به د ویدیو خپرولو د دغې شبکې لپاره یو لوی ګوزار وي.

ځینو هېوادونو وار د مخه په ټک ټاک یا عمومي بندیزونه لګولي دي‌ او یا یې په حکومتي وسایلو کې کارول بند کړي‌ دي.

امریکا وايي ممکن د چین کمونیست ګوند مشران دټک ټاک په شبکې فشار راوړي چې د امریکايي کاروونکو معلومات ورسره شریک کړي او یا د مشخصو موادو په خپرولو سره امریکایان وځپي او پرې اغیز وکړي. خو دا شبکه وايي چې د خپلو کاروونکو معلومات له چا سره نه شریکوي.

دلته د هغو هېوادونو نومونه خپرو چې ټک ټاک یې په بشپړ ډول او یا محدود ډول بند کړی دی.

افغانستان

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ۲۰۲۲ راپدیخوا په ټک ټاک او د پپجي په نوم یو ویدیو ګیم باندې بندیزونه لګولي دي. دوی وایي دا دواړه افغان ځوانان «بې لارې» کوي.

استرالیا

د استرالیا لویې څارنوالۍ بیا د فدرال حکومت په ادارو کې د ټک ټاک په کارولو بندیز لګولی دی. لویه څارنوالي یي وايي چې دا پرېکړه یې د استخباراتو او امنیتي ادارو سره له ملاقات وروسته کړې ده.

بلجیم

د بلجیم د ملي امنیت شورا تېره میاشت په نامشخص ډول په هغو وسیلو باندې د ټک ټاک کارول بند کړل، چې د فدرال حکومت دي‌ او یا یې پېسې فدرال حکومت ورکوي. بلجیم تېرکال د انټرنټي برید، شخصي حریم د غلا او ناسمو معلوماتو د خپرولو له ویرې په موقت ډول بند کړی و.

کاناډا

د کاناډا حکومت هم په حکومتي وسایلو باندې د ټک ټاک کارول بند کړي دي. مقامات وايي چې شخصي حریم او امنیت ته د نه مننونکي خطر له کبله یې له ټولو حکومتي وسایلو یې دا آپ حذف کړی.

چین

چین له اول سره د ټک ټاک د کارولو اجازه نه ده ورکړې او دا شبکه په کې بنده ده. د ټک ټاک اجرايي مشر شو چو ویلي دي چې د چین د قوي محدودیت له کبله یې په چین کې د «Douyin» په نوم بله شبکه وړاندې کوي. ټک ټاک په هانک کانګ کې هم خپل فعالیتونه بند کړي‌ دي.

ډنمارک

د ډنمارک د دفاع وزارت خپلو ټولو کارکوونکو ته لارښوونه کړې ده چې د خپلو تیلیفونونو څخه دې دا آپ حذف کړي. دغه وزارت وايي‌ دا کار د امنیتي ملاحظې له کبله کوي او هم یې کارکوونکي دغې شبکې ته ډېر ضرورت نه لري.

اروپايي ټولنه

اروپايي ټولنې، اروپايي کمېسیون او اروپايي شورا (۲۷ هېوادونه) د خپلو کار کوونکو په وسایلو کې د ټک ټاک کارول بند کړي‌ دي. د دغې پرېکړې په اساس، کارکوونکي باید له خپلو تیلیفونونو څخه هم دا آپ ډیلیټ کړي.

فرانسه

فرانسې د معلوماتو د نه خوندیتوب داندېښنې له کبله د حکومتي کارکوونکو په تیلیفونو کې د ټک ټاک،‌ انستاګرام او نورو تفریحي شبکو کارول بند کړي دي.

هند

هند هم په ټک ټاک او د چین په نورو دا ډول ټولو اپونو بندیزونه لګولي دي.

اندونیزیا، لتویا، هالنډ، نیوزلنډ، ناروې او بریتانیا هم د امنیتي اندېښنو له کبله د ټک ټاک په کارولو یو ډول بندیزونه لګولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG