د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ په شیګل کې د پولیو درېیمه پېښه ثبت شوې


په روان عیسوي کال کې په افغانستان کې پولیو څلور پیښې ثبت شوي چې یوه یې په هلمند او درې یې په کونړ کې پیښې شوي دي.
په روان عیسوي کال کې په افغانستان کې پولیو څلور پیښې ثبت شوي چې یوه یې په هلمند او درې یې په کونړ کې پیښې شوي دي.

د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو دا تازه پېښه د کونړ ولایت په همغه ولسوالۍ کې دوه نورې پیښې هم په کې ثبت شوې وې شوې، چې په دغه کلي کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې ماشومانو ته واکسین نه دي ور رسېدلي.

د کونړ د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي امریکا غږ ته وویل، چې د زاهد الله په نوم دغه د یارلس میاشتنې ماشوم په داسې حال کې د پولیو په مرض اخته شوې، چې په ټول عمر یې واکسین اخیستی نه دی.

دا د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د پولیو درېیمه پېښه ده چې په په روان میلادي کال کې ثبتېږي،چې دوه پېښې له یوه کلي دي.

د کونړ د عامې روغتیا رییس زیاتوي، چې دغه پېښې ورته داندېښې وړ دي او تر هغې چې په سیمه کې واکسین تطبیق شوی نه وي، نو دنورو پېښو احتمال هم لیدل کېږي.

نوموړی زیاتوي، چې په شلتن دره کې ځینې وسله والې ډلې د واکسینو مخالفت کوي او یو شمېر کورنۍ هم په لوی لاس نه غواړي، چې ماشومان یې واکسین شي.

د نوموړي په خبره د دغې پېښې په تعقیب غواړي په یو شمېر ولسوالیو کې دواکسین ځانګړی کمپاین هم تر سره کړي تر څو نورو سیمو ته د دغه ویروس خپریدو مخه ونیول شي.

د روغتیايي چارواکو په وینا چې د واخت د کونړ په اتو ولسوالیو کې څه د پاسه څوارلس زره ماشومان له واکسینو محروم پاتې کېږي، چې په ځیو سیمو کې یې کورنۍ مخالفت کوي او ځینو کې یو شمېر وسله والې ډلې نه غواړي چې ماشومانو ته واکسین ورسېږي.

زابل کې د پولیو واکسیناتور باندې برید شوی

د زابل ولایت د شاه جوې ولسوال وزیر محمد جوادي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې د شنبې په ورځ ناوخته د دغې ولسوالۍ روغتون ته څېرمه د پولیو پر یو واکسیناتور وسله وال برید شو چې له امله یې هغه ټپي شو.

نوموړي زیاته کړه، چې د پولیسو له خوا د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه څړنې روانې دي، خو لا تراوسه معلومه نه ده چې برید کونکي څوک دي.

وزیر محمد جوادي وویل " د پولیو واکسین دغه رضاکار د ولسوالۍ په بازار کي په ډزو ټپي کړی، چې د سختو ټپونو له امله قلات ښار روغتون ته انتقال شوی دی، نه پوهیږو چې ولې پر دغه واکسیناتور برید شوی دی، خو په دې اړه څېړنې روانې دي. "

د زابل ولایت د عامې روغتیا ریس ډاکټر لعل محمد توخي وایي، دغه برید د پي ټي ټي یا د پولیو واکسین پر هغه ټيم ترسره شوی چې هره ورځ په ځانګړو سیمو کې ماشومانو ته د واکسین رسولو دنده پر غاړه لري.

ډاکټر توخي زیاته کړه، چې د پولیو واکسین په تطبیق کې هیڅ ستونزه نلري او د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې یې هم ماشومانو ته واکسین رسولی دی.

لعل محمد توخي وویل : " تر وخت مخکې ده چې ووایو دا عمل کومې ډلې یا کس تر سره کړی دی، خو د زابل ټولو ولسوالیو ته د واکسین په هر کمپاین کې ماشومانو ته واکسین رسول کیږي او کوم چا ورسره مخالفت نه دی کړی."

تر اوسه پور دې د دغې پېښي مسئولیت چا پر غاړه ندی اخیستی.

ځیني ورغتیایي چارواکي وايي چې د دولت د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو کې د واکسین کمپاینونه پرته له کومې ستونزې تر سره کیږي، خو د واکسین په کمپاین کې شامل کسان باید د هغوی په خوښه وټاکل شي.

دا په روان عیسوي کال کې په جنوبي حوزه کې د پولیو پر واکسیناتورانو د برید لومړی پېښه ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG