د لاس رسي وړ اتصالات

له پاکستانه ستنیدونکو افغان کډوالو کې د پولیو د مخینوي کمپاین


د ننگرهار عامې روغتیا ریاست وایي چې په تورخم کې یې د پولیو مرګونې ناروغۍ د مخنیوي او په بشپړه توګه یې د له منځه وړلو په موخه خپلې هڅې چټکې کړي دي.د دې ریاست مطبوعاتي مسؤل انعام الله سمون وایي چې دوي دکډوالو ټولو ماشومانو ته په هر قیمت چې وي د پولیو ضد څاڅکي ورکوي او د هغې وېرې مخه یې نیولې چې ویل کېده له کډوالو سره به ننګرهار ته دپولیو ویروس هم راشي.

هغه وایي د واکسینو ځانګړي ټیمونه په تورخم کې کار کوي او دکډوالو لپاره یې ځانګړی پلان جوړ کړی دی.د ده په وینا کډوال نه یوازې په تورخم کې بلکې د تورخم د لوې لارې په اوږدو کې هم دګرځنده ټیمونو له لوري څارل کېږي ترڅو ماشومان یې له واکسینه پاتې نه شي.

دعامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسول په دې تړاو زیاتوي " له پینځه کالو کم عمره ماشومانو ته مو پخوا هم د پولیو ضد واکیسن ورکول ،خو اوس کوم کوچنیان چې له لسو کالو یې عمرونه کم دي پر دغه پوله باندې واکسین کېږي او اوس چې د کډوالو شمېر اوس زیاته شوی نو موږ ورته ټیمونه هم زیات کړي،دې سره په خوا کې پر دغه لویه لاره تر جلال اباده پورې پر لویو تم ځایونو کې واکسیناتوران موجود دي چې کوچنیان واکسینوي. "

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه ننګرهار ته اوښتي کډوال بیا خپلو ماشومانو ته دپولیو څاڅکي حتمي ګڼي وایي چې د پولیو له واکسین کولو پرته خپل ماشومان له ځانه سره اړوندو سیمو ته نه بیایي.

د تورخم په پوله د پولیو ضد واکیسن ورکولو مرکزونه شپه ورځ کار کوي
د تورخم په پوله د پولیو ضد واکیسن ورکولو مرکزونه شپه ورځ کار کوي

جمال الدین دپاکستان له بډه بیرې څخه ننګرهار ته راغلی او د کورنۍ ماشومانو ته یې د پولیو ضد څاڅکي ورکړي دي. هغه وايي " پولیو خو ډېره خطرناکه ناروغي ده موږ حتماً ټول ماشومان هر وخت واکسینوو او اوس مو هم واکسین کړل پرته له واکسینه هیڅ کله تورخمه کلي ته لاړ نشو "

ځیني نور کډوال بیا وایي چې روغتیایي ټیمونه د دوی پر مهاجر کمپونو هم پام کوي او هلته هم د کډوالو ماشومانو لپاره د پولیو ضد څاڅکي ورکوي.

یاسین چې تازه له پاکستانه راغلی او غواړي د روداتو ولسوالۍ د کډوالو په کمپ کې مېشت شي داسې وایي« موږ خو اوس خپل بچپان واکسین وکړل خپلو ماشومانو ته خو باید موږ ته کمپونوته هم راشي دا واکسین کفایت نه کوي د پولیو د له منځه وړلو ښه لاره همدا واکسین دي."

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست وایي چې په اوسط ډول هره ورځ له ۱۲سوو نه تر ۲۰۰۰پورې کډوال ماشومان په تورخم او د تورخم پر لاره واکسینېږي.

XS
SM
MD
LG