د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا په برمل کې د پولیو درییمه پېښه ثبت شوې


د پکتیکا برمل ولسوالي د جنوبي وزیرستان سره ګډه پوله لري
د پکتیکا برمل ولسوالي د جنوبي وزیرستان سره ګډه پوله لري

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ درییمه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړولو د پروګرام مسئول ډاکټر میوند امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، چې د پولیو دا نوې پېښه د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په شمر خیلو کلي کې ثبت شوې ده.

هغه زیاته کړه، پولیو وهلې یوه ۳۶ میاشتنۍ انجلې ماشومه ده چې د روان میلادي کال د سپټمبر میاشتې په ۲۶ نیټه په دې ناروغۍ اخته شوې ده.

ډاکټر میوند وایي، چې د پولیو دا پېښه په اسلام آباد کې د ( ډبلیو ایچ او) د دفتر له خوا هم تایید شوې خو زیاتوي چې جینیتکي پایلې لا تر اوسه نه دي څرګندې شوي.

د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ ددغه ولایت یوه نا امنه ولسوالۍ ده چې د جنوبي وزیرستان سره ګډه پوله لري.

د ناامنیو له امله روغتیایي کار کونکي په دی نه دي توانیدلي چې په دغه ولسوالۍ کې ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورسوي.

د پولیو د له منځه وړلو د پرګرام مسئول وایي، چې امنیتي ستونزې ماشومانو ته د واکسین پر وړاندې لوی خنډ دی.

ښاغلي میوند وویل " په برمل ولسوالۍ کې له تېر یو کال راهیسې ستونزې لرو، چې ډیری سیمو ته یې لاسرسی مشکل کار دی او زیاتره ماشومان له تېر یو کال راهیسې د پولیو له واکسین څخه پاتې شوي دي، نو له همدې امله په دې ولسوالۍ کې درې ماشومان په پولیو اخته شوي دي."

ډاکټر میوند وایي، چې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې دوی په دی توانیدلي، چې د برمل ولسوالۍ په ټولو سیمو کې ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي، څو د پولیو ویروس د ګرځیدو مخه ونیسي.

په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړولو د پروګرام مسئول زیاتوي، اوس مهال په برمل ولسوالۍ کې د پولیو واکسین کمپاین روان دی او تر څنګ یې ماشومانو ته د پیچکارۍ له لارې د پولیو واکسین ور کول هم دوام لري.

د ډاکټر میوند په وینا،چې دوه اونۍ وروسته به د کابل ښار سربیره په ختیځ او جنوب زونونو کې د پولیو واکسین کمپاین تر سره شي.

د روان میلادي کال د پیل راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې یوه په هلمند، یوه په کندهار، څلور په کنړ او درې پېښې په پکتیکا ولایت کې دي. thrd

XS
SM
MD
LG