د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیلیږي


په اسلام اباد کې نننۍ غوڼده له ټاکل شوي وخت څخه یو ساعت وروسته پیل شوه

په اسلام اباد کې نننۍ غوڼده له ټاکل شوي وخت څخه یو ساعت وروسته پیل شوه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل خبر ورکړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د درییمې څلوراړخیزې غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي دي چې د اسلام اباد په نننۍ خبرو کې موافقه شوې چې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ به د روانې عیسوي میاشتې تر پایه مخامخ خبرې پیل شي.

دا اعلامیه وایي چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استاز ترمنځ څلورمه غونډه به د همدې عیسوي میاشتې په ۲۳ مه چې د حوت د میاشتې څلورمه کیږي په کابل کې جوړه شي.

د سولې درېیمه غونډه

د افغانستان، پاکستان، چین او د امریکا د استازو ترمنځ درییمه څلوراړخیزه غونډه د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د غرمې دمخه د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او ملي امنیت د چارو سلاکار سرتاج عزیز پرانیستله.

دې غونډې ته د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او ملي امنیت د چارو سلاکار په خپله وینا کې هیله وښوده چې نننۍ غونډه به د افغان حکومت او د وسله والو مخالفانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره د لارې د نقشې په ترتیبولو او تصویبولو بریالۍ شي.

ښاغلي عزیز وویل "زه هیله لرم د نن ورځې د بحثونو په ترڅ کې به تاسو د لارې نقشې ته د وروستۍ بڼې په ورکولو او تصویبولو بریالي شئ".

ټاکل شوې وه چې د اسلام اباد غونډه نن سهار په لسو بجو پیل شوې وی، خو دغه ښار ته د افغان اوه کسیز پلاوي د ناوخته رسیدلو له امله غونډه یو ساعت ناوخته پیل شوه.

په دې غوڼده کې د افغانستان او پاکستان د پلاوو مشري دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو معینان په غاړه لري چې افغانستان لپاره د امریکا او چین ځانګړي استازي هم په کې د دغو هیوادونو استازیتوب کوي.

د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او ملي امنیت د چارو سلاکار وویل چې په تیرو دوو غونډو کې پرمختګونه هڅوونکي دي.

ښاغلي عزیز وویل " زه هیله لرم چې د دغې روحیې او عزم په دوام سره دا څلوراړخیزه ډله خپله پاملرنه د پخلاینې بهیر لپاره د لارې د نقشې ژر تصویب ته واړوي او هغه لارې چارې وپیژني چې له مخې یې هرڅومره ژر چې کیږي د افغان حکومت او د طالبانو د ډلو د استازو ترمنځ مخامخ خبرو ترسره کیدلو لپاره لاره پرانیستل شي".

سرتاج عزیر وویل چې پاکستان په افغانستان کې د زور زیاتي د زیاتیدلو په باب د افغان حکومت په څیر په بشپړه توګه اندیښمن دی او د عمده ګواښ په توګه یې ګني او په دې باور دی چې د دغه زورزیاتي کمیدل باید د سولې د خبرو یوه عمده هدف وي.

هغه وویل چې افغانان له کلونو له جګړو کړیږي او هغوی سولې ته اړتیا لري.

سرتاج عزیز په افغانستان کې د سولې په ټینګیدو کې د څلوراړخیزې غونډې ونډه مهمه وبلله اووې ویل، باور لري چې دا بهیر به په افغانستان کې د زورزیاتي په پیښو کې د پام وړ کمې راولي.

ښاغلي عزیز وویل "زمونږ له نظره د افغان حکومت او د طالبانو د ډلو ترمنځ د سولې د بهیر لپاره یوه څرګنده، ښه تعریف شوې او عملي د لارې نقشه ډیره مهمه ده. دا باید د بهیر لپاره مختلف پړاونه په نښه کړي چې په هر بهیر کې پرمختګ په کې ځانګړی شوی وي، همداشان دا باید د سولې د بهیر لپاره د ښکیلو ډلو مثبتې اشارې هم له ځان سره ولري".

سرتاج عزیز وویل چې دا کار د څلوراړخیزې غوندې د برخه والو ترمنځ ګډو او منظمو اقداماتو ته هم اړتیا لري.

سرتاج عزیز وویل پاکستان په دې باور دی چې په دې پړاو کې ګډ اقدامات به د طالبانو ډیرې ډلې خبرو ته وهڅوي او هغه ډلې چې خبرو ته چمتو نه دي لا منزوي کړي.

هغه وویل چې په افغانستان کې باید د سولې هڅې د اوږدې مودې سولې ټینګیدو لپاره وي او دداسې اقداماتو څخه ډډه وشي چې د تیر عیسوي کال د جولای د میاشتې په څیر د حالاتو د رامنځ ته کیدو سبب نه شي.

افغان حکومت هم وایي، تمه لري چې د نن ورځې په غوڼده کې به ګډونوال د افغانستان د حکومت او وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره د لارې نقشې ته وروستۍ بڼه ورکړي.

دوهمه څلوراړخیزه غونډه د جدي په ۲۸ په کابل کې جوړه شوې وه او دهغې غونډې وړاندې ددغه بهیر لومړۍ غونډه د جدي په میاشت کې په پاکستان کې جوړه شوې وه.

XS
SM
MD
LG