د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ټولنیزو رسنیو درېیمه ستره غونډه پیل شوه


افغان حکومت وایي چې اوس په افغانستان کې د یومیلیون څخه زیات افغانان د ټولنیزو رسنیو څخه کاراخلي

افغان حکومت وایي چې اوس په افغانستان کې د یومیلیون څخه زیات افغانان د ټولنیزو رسنیو څخه کاراخلي

په افغانستان کې ټولنیزو رسنیوپه دریمه ستره غونډه کې چې نن د کابل د بابر په بڼ کې پیل شوه د افغان رسنیو، افغان حکومت او د رسنیو د ملاتړد ادارو په سلګونو چارواکو او کارپوهانو ګډون کړی وو.

د دې غونډې تنظیمونکو د غونډې د جوړیدو هدف په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو د کارونو ارزونه او له ټولنیزو رسنیو څخه په سمه توګه د کارونې د لارو چارو لټول وښودل.

د افغانستان امپیشن په نوم د یوې ادارې مشر بین برګرچې ددغې غونډې بندوبست یې کړی دی وایي چې په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې ټولنیزو رسنیو ډیر پرمختګ کړی دی.

ښاغلي برګر وویل "په لومړیو کلونو کې مونږ هڅه کوله چې ټولنیزې رسنۍ افغانانو ته وروپیژنو، خو درې کاله وروسته ټولنیزو رسنیو په دغه هیواد کې دومره پرمختګ کړی چې خلک په کې په پراخه توګه خپل مسایل مطرح کوي ".

هغه په ټولنیزو رسنیو کې د کندز د حالاتو انعکاس په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو د اهمیت په برخه کې د بیلګې په توګه یاد کړ.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د انټرنیټ او ګرځنده ټیلیفونونو د ټکنالوژۍ د رواجېدو سره سم افغانانو د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې ډول فیس بوک او ټویټر څخه کاراخیستل هم پیل کړي دي.

د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ د وزارت د چارواکو د وینا له مخې په اوس وخت کې په دغه هیواد کې ۱.۲ میلیونه خلک د ټولنیزو رسنیو څخه کاراخلي.

خو د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د مرستیال ایمل مرجان د وینا له مخې دا شمیر په مخ په زیاتیدو دی.

ښاغلِ ایمل مرجان وویل " په تیرو څلورو کلونو کې ټولنیزو رسنیو ښه پرمختګ کړی دی علت یې دا دی چې خلک په اسانه توګه ورته لاس رسی لري او حکومت یې هم ښه ملاتړ کوي ."

د دغې غونډې وړاندې همدې موسسې په تیرو کلونو کې هم دوه دغسې غونډې جوړې کړې وې.

ټاکل شوې د دې غونډې په دریمه ورځ په لسو کتګوریو کې هغو لسو افغانانو ته جایزې هم ورکړي چې د افغان ټولنیزو رسنیو د کارونکو له خوا ورته رایې ورکړل شوي او په هره کتګورۍ کې څلور، څلور تنه د کاندیدانو په توګه غوره شوي دي.

ددغو لسو کټګوریو ګټونکي به د یو غوراوي پلاوي له خوا غوره شي.

XS
SM
MD
LG