د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال دیرش زره افغانان د حج فریضه ادا کوي


د حج او اوقافو وزارت سرپرست وزير داعي الحق عابد د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د حج په مراسمو کې له ګډون کوونکو کسانو څخه زر تنه یې د شهیدانو له کورنیو څخه په وړیا ډول ګډون کوياو همداراز د لومړي ځل لپاره به په ایران او پاکستان کې دوه سوه او شپیته افغان مهاجر د افغانستان له لارې حج ته لاړ شي.
ښاغلي عابد د حج په مراسمو کې د ګډون کونکو کسانو د لیږد په اړه وویل"موږ دا هڅه کوو چې د تیر کال په پرتله مو خدمات ډیر ښه وي،موږ ټول تدابیر او تیاریانې نیولي دي یوازې د ویزې موضوع ده چې په نیږدې وختونو کې به پیل شي سږ کا موږ کومه ستونزه نلرو."
حج او اوقافو وزارت له اریانا هوایي شرکت سره په حج کې د ګډون کونکو کسانو د لېږد لپاره د نهه ویشت میلیونه ډالرو په ارزښت قرار داد لاسلیک کړ چې د پروسږ کال په پرتله دې شمېر کې یو میلیونه ډالر تخفیف ورکړل شوی دی چې تېر کال د هر ګډون کوونکي ټکټ نهه سوه او اتیا ډالره وه چې دا شمیر سږ کال نهه سوه او پنځوس ډالرو ته ښکته شوی دی.
د اریانا افغان هوایي شرکت مشر نادر عمر وایي"موږ به سږ کال په خپل کاري پلان کې له دوه ایرباس الوتکو څخهد حج په پروسه کې ګټه واخلو خو دا دوه الوتکې بسنه نه کوي او یوه الوتکه به په چارتر یا کرایې هم ونیول شي."
په حج کې د ګډون کوونکو کسانو لیږد له دوه کاله راهیسې د اریانا افغان هوایي شرکت له لورې تر سره کیږي.
سعودي عربستان ته په حج کې د ګډون کونکو کسانو الوتنې د افغانستان له څلورو زونونو کابل، هرات، مزار شریف او کندهار څخه ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG