د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې خبریالانو ته امن کور جوړیږي


په تیرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې ۶۰ خبریالان وژل شوي دي
په تیرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې ۶۰ خبریالان وژل شوي دي

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب اداره وایي د روان عیسوي کال په تېرو لسو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۱خبریالان وژل شوي دي.

د نومبر عیسوي میاشتې دوهمه په نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو د معافعیت د پای ته رسیدلو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي، چې په افغانستان کې هم ولمانځل شوه.

د افغان حکومت له خوا د بیان له ازادۍ سفیر احمد نادر نادري، غونډې ته په وینا کې په دې خفګان څرګند کړ چې افغان ژورنالستانو د بیان د ازادۍ لپاره ډیرې قربانۍ ورکړي، وژل شوي، وهل شوي او سپکاوی یې شوی دی.

ښاغلي نادري وویل چې افغان حکومت د هغو خبریالانو لپاره په کابل کې د یو میلمستون بندو بست هم کړی چې په کې به هغه شمیر افغان خبریالان چې د ورپیښو ستونزو له امله د خپلو سیمو پریښودلو ته اړ کیږي دلته به په موقتي توګه د اوسیدلو امکانات ترلاسه کړي.

ښاغلي نادري وویل، تیرکال چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د ټولو وژل شوو خبریالانو د دوسیو د بیا سپړلو امر ورکړ په هغه وخت کې چې کومه پلټنه ترسره شوې په کې ویل شوي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۷۶ دوسیې د افغانستان په لویه څارنوالۍ کې موجودې وې.

ښاغلي نادري وویل " د هغې له ډلې ۶۰ یې د خبریالانو د وژلو دوسیې وې، چې باید هیڅکله د دغه هیواد د هیڅ یو اوسیدونکي له یاده ووځي او هم په کار نه وو چې عدلي او قضایي ادارو پرې اجرات نه وو کړي".

نادر نادري وویل، چې به دغو دوسیو کې ۲۴ دوسیې د برمته کیدلو دوسیې وې، ۲۳۸ یې د سپکاوي دوسیې په کې شاملې وې.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې رئیس نجیب شریفي د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالب وسله والو په "پالیسۍ کې بدلون" ته اشاره وکړ او ویې وویل حالاتو ته په کتو باید افغان خبریالان په خپلو کې په یو لړ مسلو سره موافقې ته ورسیږي.

ښاغلي شریفي وویل " د ۲۰۱۶ کال له پیل راهیسې په تیرو لسو میاشتو کې ۱۱ خبریالان په افغانستان کې تراوسه وژل شوي دي، دغو لوړو شمیرو او په ځانګړي ډول د رسنیو او خبریالانو پروړاندې د طالبانو په نظر او پالیسۍ کې بدلون لپاره دا ډیره مهمه ده چې مونږ پر یو لړ کړنلارو موافقې ته ورسیږو او دا مسله حل شي."

نجیب شریفي وویل چې په تیرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې ۶۰ خبریالان وژل شوي دي.

په دې غونډه کې برخه والو له افغان حکومت څخه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره د عملي اقداماتو د ترسره کیدلو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG