د لاس رسي وړ اتصالات

په حلب کې د اوربند نه وروسته زرګونه ملکيان وتلي دي


د حلب د ښار نه ملکیان او ټپي شوي کسان په بسونو کې د همدې ښار نورو سیمو ته کډه شویدي.
د حلب د ښار نه ملکیان او ټپي شوي کسان په بسونو کې د همدې ښار نورو سیمو ته کډه شویدي.

د سره صلیب نړیوله اداره وایي چې پرون د سوریې د ختیځ حلب نه دوه زره ملکي خلک وتلي دي چې اکثره یې زخمیان دي. د سوریې حکومت او یاغیانو د درې ورځو لپاره اوربند کړی چې ملکيان او زخمیان د ختیځ حلب نه ووځي.

دغه اداره وایي چې د امبولانسونو او بسونو یو کاروان د حلب د ختیځ نه روان شو، د حکومت تر کنترول لاندې سیمو نه تیر شو او بالاخره د همدې ښار هغې برخې ته ولاړ چې د یاغیانو په لاس کې ده.

عینی شاهدان وایي خلکو د الله ج شکر پداسې حال کې ایسته چې د ملګرو او کورنۍ د غړیو مړي یې ترې پاتې و. راپورونه وایي چې د ختیځ حلب ډیره لږه برخه اوس د یاغیانو په لاس کې ده.

د سوریې حکومتي ځواکونو د روسیې د پوځ په ملاتړ کوښښ کوي چې د حلب ټولې برخې د یاغیانو نه ونیسي. د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد ویلي دي چې د " حلب آزادول به یوه تاریخي پیښه وي"

په همدې حال کې فرانسې پرون د پنجشنبې په ورځ یو ځل د ملګرو ملتونو د امنیت د شوار نه وغوښتل چې د حلب په ښار کې د خلکو د وضعیت د څیړلو لپاره دې عاجله غونډه وکړي.

د فرانسې دیپلوماتان وایيچې د بشري مرستو ادارو ته دې په "خوندي او عاجله" توګه اجازه ورکړل شي چې خلکو ته مرستندویه مواد ورسوي او بله دا چې د "مناسبو شرایطو" له مخې د ټولو ملکي خلکو د وتلو ضمانت دې ورکړل شي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوګان هم ویلي دي چې د حلب د ښار نه د ملکي خلکو او ټپیانو د وتلو پروسه د نږدې نه څاري. ښاغلی اروګان وایي چې د همدې مسلې په هکله یې د امریکا د جمهور رئیس براک اوباما سره په ټیلیفون کې خبرې کړیدي.

XS
SM
MD
LG