د لاس رسي وړ اتصالات

د دایکنډي د نوي والي په خلاف مظاهرې شوي دي


جمهور رئیس غني نږدې یوه میاشت وړاندې میرمن مرادي د دایکنډي د والي په توګه وټاکله خو هغې لا تراوسه په کار پیل نه دی کړی
جمهور رئیس غني نږدې یوه میاشت وړاندې میرمن مرادي د دایکنډي د والي په توګه وټاکله خو هغې لا تراوسه په کار پیل نه دی کړی

دغو مظاهره کوونکو د افغانستان د ملي یووالي د حکومت څخه د میرمن معصومه مرادي پرځای د دایکنډي د ولایت د پخواني سرپرست والي عبدالحق شفق او یا د یو نوي والي د ټاکلو غوښتنه کوله.

دغو مظاهرکوونکو ویل "مونږ یو قوي او بیطرف والي غواړو، مونږ انحصار اوخپلسري نه منو".

میرمن ریحانه ازاد چې په ولسي جرګه کې د اروزګان ولایت غړې ده او نن یې په دایکنډي کې په مظاهره کې یې برخه لرله امریکا غږ خبریال ظفر بامیاني ته وویل چې د دایکنډي ټولنه د ښځو سره مخالفه نه ده خو ددغې وکیلې په وینا میرمن مرادي دایکنډي ولایت ته هیڅ څه نه شي کولی.

په دغه سوله ایزه مظاهره کې د دایکنډي د ولایت د ملي شورا اود دغه ولایت د ولایتي شورا یو شمیر غړو هم برخه اخیستې وه.

په ولسي جرګه کې د دایکنډي د ولایت یو استازي نصرالله صادقي زاده نیلي چې د نږدې څوارلس ورځو راپه دیخوا یې د میرمن مرادي د ټاکلو سره د مخالفت لپاره د دایکنډي د ولایت مخې ته خیمه وهلې ده وویل چې دوی داسې یو څوک د والي په توګه غواړي چې دغه ولایت خلکو ته د کار کولو توان ولري.

ښاغلي نیلي وویل " تر هغې چې د ملي یووالي حکومت زمونږ غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي، مونږ به د اعتصاب نه لاس وانخلو او خپلو مدني اعتراضونو ته به دوام ورکړو".

جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان یو شمیر ولایتونو ته د نوو والیانو د ټاکلو په لړ کې میرمن معصومه مرادي د افغانستان د دوهمې ښځینه والي په توګه د دایکنډي ولایت ته وټاکله، خو د والي په توګه د میرمن مرادي د ټاکلو سره سم د هغې د ټاکنې سره د مخالفتونو لړۍ هم پیل شوه چې له امله یې میرمن مرادي تراوسه د ولایت د والي په توګه خپلو مامورینو ته معرفي شوې نه ده او لا یې هم په کار پیل نه دی کړی.

د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې په لومړي سر کې میرمن معصومه مرادي د میدان وردک د ولایت د والي په توګه اعلان کړې وه چې بیا وروسته دغې ادارې وویل چې د والیانو د نومونو د ټیپ کولو په وخت سهوآ میرمن مرادي د دایکنډي د ولایت پر ځای د میدان وردک د ولایت د والي په توګه اعلان شوې وه.

د میرمن مرادي ترڅنګ طاهرزهیر چې جمهوررئیس محمد اشرف غني د بامیانو د والي په توګه ټاکلی دی، هم د ورته مخالفتونو له امله د نږدې یوې میاشتې را په دیخوا چې ددغه ولایت د والي په توګه ټاکل شوی تراوسه یې د والي په توګه کار پیل کړی نه دی.

په بامیانو ولایت کې هم د مدني ټولنې یو مشیر فعالینو د ښاغلي زهیر سره د مخالفت لپاره د ولایت مخې ته خیمې وهلي دي.

دایکنډي چې په وروستیو کلونو کې د ولایت درجې ته لوړ شوی د بامیانو ولایت په څیر په مرکزي افغانستان کې د ډیرو لږو انکشافې ولایتونو په ډله کې شمیرل کیږي.

تراوسه هم ددغه ولایت اوسیدونکي ښو روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی نلري او هم ددغه ولایت اوسیدونکي د سړکونو د نشتوالي له امله په ساعتونو ساعتونو په خامو لارو مزلونه وهي.

XS
SM
MD
LG