د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې د پولیو ضد د واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو


په پکتیکا ولایت کې روغتیایې چارواکي وایي چې د وروستیو دوو مثبتو پېښو له تثبيت وروسته د پولیو یا فلج ضد واکسین ځانګړی کمپاين پیل کړی چې درې ورځې دوام ولري او د هدف وړ ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین تطبیق کړي.

په پکتیکا ولایت کې د پولیو واکسین درې ورځنۍ ځانګړی کمپاین د دوشنبې په ورځ پیل شوی او د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې به نږدې ۱۸۰ زره تر پنځو کلونو ښکته ماشومانوته د پولیو واکسین تطبیق شي.

د پکتيکا والي الیاس "وحدت" د پولیو واکسین د کمپاين د پيل پر مهال یې له خلکو وغوښتل چې د خپلو ماشومانو د سالمې راتلوونکي په خاطر دې هغوی ته د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین ورکړي.

"که غواړئ چې سالمي کورنی ولرئ، که غواړئ چې روغتونونه،کلینیکونواو ډاکټرانو ته له تګ نه خلاص شئ، که غواړئ سالم وجود ولرئ او که غواړئ اقتصاد ته مو ضربه نه وي رسیدلې نو هغه روټین واکسین چې هره ورځ تر سره کيږي له پیدایښت نه تر پنځه کلنۍ پوري هغه ته پام وکړئ".

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ولي ګل هم له کورنیو وغوښل چې د پولیو واکسین له ګرځنده روغتیايي ټیمومونو سره د واکسین په تطبیق همکاري وکړي، څو هیچ یو ماشوم د پولیو له واکسین څخه پاتې نه شي.

"خپل ماشومان په دغه درې ورځو کې که هغه له نورو ځایونو څخه راغلي وي یا مېلمانه وي، دوی دې په خپلو کورونو کې وساتي تر څو زمونږ ټیمونه هلته ورشي او ماشومانو ته یې د پولیو واکسین ورکړي ".

د پکتیکا ولایت د حج او اقافو رئیس او ديني عالم مولوي ظبت الله ماشومانو ته د پولیو واکسین د تطبیق په هکله داسې وایي.

" په اسلامي شریعت کي مونږ داسي مسله نه ده پیدا کړې چې د واکسین ممانعت دې وکړي، سره له دې چی د مصر نړېوال پوهنتون ورته جواز ورکړې بل تجربې ښودلې چې مخکې به د ګوزڼ ناروغي ډیر وه خو له کومه وخته چې دا واکسین رواج شوی دغه مرضونه يي ورک کړی یا هم کم کړي دي"

روغتیایي چارواکي وایي، چې پولیو ځپلو ماشومان د خپل عمر په دوران کې د پولیو هیڅ واکسین نه وو اخیستی.

XS
SM
MD
LG