د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې نن دریو وزیرانو ته د باور رایه ورکړه


د افغانستان ولسي جرګې تر اوسه ۱۶ وزیران استیضاح کړي دي
د افغانستان ولسي جرګې تر اوسه ۱۶ وزیران استیضاح کړي دي

د افغانستان ولسي جرګې په نننۍ استیضاحیه غونډه کې د عامې روغتیا، اقتصاد او د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزیرانو ته د هغوی په غیاب کې د باور رایې ورکړې.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ۲۰۱ وکیلانو خپله رایه وکاروله او د وزیرانو د سلب صلاحیت لپاره ۱۱۸ رد رایو ته اړتیا وه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ۱۷۰ تائیدي او ۲۶ رد رایې ترلاسه کړې، د اقتصاد وزیر ستار مراد ته وکیلانو ۱۱۴ تائیدي او ۸۱ رد رایې ورکړې، د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو وزیر سیدحُسین عالمي بلخي ۱۰۵ تائید او ۹۰ رد رایې واخیستې او د خپلو وزارتخانو پر څوکیو پاتې شول.

د ولسي جرګې له خوا د افغان حکومت د کابینې د ۱۷ وزیرانو استیضاح چې د شنبې په ورځ پیل شوې تر اوسه دغې جرګې ۱۶ وزیران استیضاح کړي، چې له دې شمیرې ۷ وزیران له واکه ګوښه شوي او ۹ نور بیرته د وکیلانو باور ترلاسه کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، د فوایدې عامې وزیر محمود بلیغ، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیره نسرین اوریاخیل، د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي، د لوړو زدکړو وزیره فریده مومند، د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي او د ترانسپورت وزیر محمدالله بتاش هغه وزیران دي، چې ولسي جرګې سلب صلاحیت کړي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو د استیضاح مسله سترې محکمې ته وسپارله او له سلب صلاحیت شویو وزیرانو څخه یې وغوښتل، چې د سترې محکمې له خوا د استیضاح د مسلې تر تفسیره پورې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د افغانستان ولسي جرګې شاوخوا دوه اونۍ مخکې پریکړه وکړه، چې د ملي یووالي حکومت د کابینې اولس وزیران په ۱۳۹۴ کال کې د کمې انکشافي بودیجې د مصرفولو له امله استیضاح کوي.

د استیضاح په دې پروسه کې ۱۳ وزیرانو ته د هغوی په غیاب کې رایې ورکول شوې دي.

XS
SM
MD
LG