د لاس رسي وړ اتصالات

جوزجان زندان کې په نښته کې یو بندي او۳پولیس وژل شوي


جنرال جوزجاني وایي دا پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې کله پولیسو غوښتل په زندان کې د بندیانو د اوسیدلو د ځای تالاشي واخلي

جنرال جوزجاني وایي دا پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې کله پولیسو غوښتل په زندان کې د بندیانو د اوسیدلو د ځای تالاشي واخلي

د جوزجان ولایت د پولیسو امنیه قوماندان جنرال فقیر محمد جوزجاني امریکا غږ ته وویل چې په وژل شوو دریو پولیسو کې د جوزجان د زندان د امنیت امر هم شامل دی.

جنرال جوزجاني وویل " دا پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې کله پولیسو غوښتل په زندان کې د بندیانو د اوسیدلو د ځای تالاشي واخلي ".

جنرال فقیر محمد جوزجاني وایي چې بندیانو د پولیسو مخه ونیوله او ورسره د دواړو خواو ترمنځ نښته وشوه چې په ترڅ کې درې پولیس او یو بندي ووژل شول او دیارلس بندیان او دوه پولیس ټپیان شول.

جنرال جوزجاني وایي چې دوی د مرکز د امر په اساس د بندیانو تالاشي اخیستله خو بندیانو ته داسې معلومات رسول شوي وو چې ګوندې یو شمیر بندیان له جوزجان نه د کابل څرخي پله زندان ته لیږدوي چې همدا کار د اخ و ډب سبب شو.

د پولیسو دغه چارواکي وایي چې لومړی بندیانو پنځه پولیس ووهل او درې نور پولیس یې له ځانونو سره برمته کړل چې ورسره بندیانو د زندان په امنیتي پوسته هم برید وکړ.

د پولیسو دغه چارواکي وایي چې پولیس اړ شول چې هوایي ډرې وکړي چې له امله یې یو بندي ووژل شو او دیارلس نور ټپیان شول چې په مقابل کې بندیانو درې پولیس ووژل.

جنرال جوزجاني وایي په دغه برید کې د پولیسو جنایې امر هم ټپي شوی دی.

د جوزجان ولایت کې یو شمیر عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي چې د دغې شخړې وروسته یو شمیر پولیس د بندیانو له خوا برمته شول چې بیا وروسته خوشې شول.

پولیس وایي چې په زندان کې اوس حالت بیرته سم شوی او پولیسو ټول ټپیان له زندان نه، روغتون ته د علاج لپاره انتقال کړي دي.

عیني شاهدان وایي چې کومو بندیانو چې بلوا جوړه کړې وه د سرپل ولایت بندیان دي چې اوس مهال د جوزجان د ولایت په زندان کې ساتل کیږي.

د جوزجان ولایت په زندان کې تر پنځه سوو پورې بندیان ساتل کیږي چې ددغه ولایت سربیره د سرپل د ولایت بندیان هم دغه زندان کې ساتل کیږي. په دغو بندیانو کې د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو ډلو پلوي بندیان هم شامل دي.

بله خوا طالبانو په یو بیان کې ادعا کړې چې د جوزجان په زندان کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ په نننۍ نښته کې پنځه بندیان وژل شوي او شپاړس نور ټپیان شوي دي.

د طالباندو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په زندان کې دا نښته وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې پولیسو غوښتل یوسل او پنځوس بندیان د جوزجان له زندان نه کابل ته ولیږدوي.

د جوزجان پولیسو هم دا تائید کړې چې بندیانو ته دغسې یوه اوازه رسیدلې وه.

XS
SM
MD
LG