د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار او هلمند کې د ماشومانو د ګوزڼ ۳ نوې پېښې ثبت شوي


د روغتیايي برخې مسؤلین وايي، د ګوزڼ دغه نوې پېښې په کندهار او هلمند ولایتونو کې رامنځ ته شوي دي.

دوي وايي، ګوزڼ وهلي ماشومان انجوني دي چې یو نیم، دوه او دوه نیم کلونه عمرونه لري.

په جنوب کې د پوليو پرضد د بېړنیو اقداماتو د مرکز رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا نن سې شنبه جولای ۷ (چنګاښ ۱۷) امریکا غږ ته وويل چې درې واړه ماشومي انجوني په هغو سیمو کې ژوند کوي چي په پرلپسې توګه د واکسین له کمپاینونو څخه پاته شوي.

ده زیاته کړه چې د ګوزڼ وهلو ماشومانو د ګوزڼ ضد هیڅ واکسین ندی تر لاسه کړی.

ښاغلي پخلا وويل: "درې پېښې ثبت شوي چې دوې يې د هلمند ولایت په کجکي او واشېر ولسوالیو او دغه راز یوه يې د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ده دغو ماشومانو په ټول عمر کې واکسیونونه ندي تر لاسه کړی او کورنۍ يې هم په هغو سیمو کې اوسیږي چي لاس رسی ورته ستونزمن دی."

په دې سره په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د ټولو پېښو شمېر ۲۹ ته لوړ شو چې د تېر کال په پرتله يې کچه په بې ساري ډول لوړه شوې.

تېر ميلادي کال په ټول افغانستان کې د ګوزڼ د پېښو شمېر ۲۹ وو خو سږکال يې په شپږو میاشتو کې شمېر ۲۹ ته لوړ شو.

روغتیايي مسئولین اندېښه څرګنده وي چې ممکن د ماشومانو د ګوزڼ نوې پېښې هم رامنځ ته شي.

له تیرو درو میاشتو راهیسې د کرونا وبا له کبله د پوليو ضد کمپاینونه هم دریدلي او یوازي په روغتیايي مرکزونو کې ماشومانو ته واکسینونه عملي کيږي.

ښاغلي پخلا په دې باب وويل چې ټاکل شوې د سپټمبر په میاشت کې په جنوبي حوزه کې کې د پوليو یو حوزوي کمپاین تر سره شي او د کال تر پایه بوري به دوه نور ملي کمپاینونه هم پدې برخه کې عملي شي.

ده وويل: "د عامي روغتیا وزارت له لوري هڅې روانې دي چې دستونزې د حل لارې په توګه د پولیو ضد کمپاینونه بیا پيل شي او ماشومانو ته واکسین رسول پدې برخه کې یوازنۍ حل لار ده."

په ورته وخت کې د پوليو د پروګرام همکار بنسټونه هم اندېښمن دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د برخې یا یونسیف د پوليو د پروګرام ویاند سید کمال شاه امریکا غږ ته وويل چې د ګوزڼ د پېښو زیات والي په افغانستان کې یوه جدي روغتیايي مسئله ده.

ده وويل:"د ګرمی په موسم کې د پوليو ویروس زیات خپریږي او دا چي لاهم پدې برخه کې وخت پاته دی نو د نویو پېښو احتمال هم زیات دی د تیر کال په پرتله سږکال د ماشومانو د پوليو ناروغي زیاته ده چې د مخنیوي لپاره يې باید کورنۍ پر روغتیايي لار ښوونو عمل وکړي."

په ورته وخت کې روغتیايي مسئولین وايي چې افغانستان دا مهال د کرونا تر څنګ د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ له لوی ګواښ سره هم مخ دی.

ډاکتران وايي چې د ګوزڼ ناروغي درملنه نلري او په ماشومانو کې يې مخنیوي یوازي د پوليو ضد واکسین په عملي کیدو سره ممکن دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG