د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د پولیو درې واکسیناتورانو مړي موندل شوي


دا په ډله ایز ډول د پولیو د واکسیناتورانو د تښتولو او بیا وژلو لومړۍ پیښه ده، چې تراوسه کومې ډلې یې مسولیت نه دی اخیستی
دا په ډله ایز ډول د پولیو د واکسیناتورانو د تښتولو او بیا وژلو لومړۍ پیښه ده، چې تراوسه کومې ډلې یې مسولیت نه دی اخیستی

دکونړ ولایت د والي ویاند محمد غني مصمم امریکا غږ ته وویل،چې ددغو کسانو له ډلې یو یې د غازي اباد ولسوالۍ د واکسینو د پروسې سوپروایزر،بل یې دایلګل د روغتیایي مرکز واکسیناتور او دریم تن یې عادي رضاکار و،چې په کمپاینونو کې به یې ماشومانو ته دپولیو ضد واکسین رسول.

هغه وايي دواکسینو دغه کارکونکي یوه اونۍ وړاندې وسله والو طالبانو له ځانونو سره وړي و او نن سهار وختي یې په یوه غرنۍ سیمه کې په ډزو وژلي دي.

د کونړ ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په دغودریو وژل شوو واکسیناتورانو کې یو یې سوپروایزر او دوه نور د پولیو سره د مبارزې د پروګرام رضاکاران وو.

خو ډاکټر احسان الله فضلي وایي چې دا درې واړه، د دلوې د میاشتې په اومه کله چې د کونړ ولایت د غازي اباد په ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د واکسین په کمپاین کې ماشومانو ته د واکسین د ورکولو په کاربوخت وو، د وسله والو له خوا نا معلوم لورې ته وتښتول شول او نن سهار یې په دغه ولسوالۍ کې مړي وموندل شول.

دکونړ دعامې روغتیا رییس ډاکټر احسان الله فضلي وايي دیادو کسانو وژل به دواکسینو پر پروسه بده اغېزه وکړي او دا مسله ورته داندېښنې وړ ده.

نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل،چې دغه کارکونکي دواکسینو په مسله کې وژل شوي دي.

فضلي زیاتوي،چې طالبانو ورته مخامخ کوم ګواښ نه دی کړی چې ګوندې د واکسینو د پروسې مخالفت دې وکړي.

دا په روان میلادي کال کې دافغانستان په کچه دواکسیناتورانو دوژنې لومړنۍ پېښه ده .

د کونړ امنیې قوماندانۍ هم ددغو دریو روغتیایي کارکوونکو وژل تائید کړي دي.

تراوسه کومې وسله والې ډلې ددغو رضاکارانو د وژلو مسولیت نه دی اخیستی

XS
SM
MD
LG