د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې سږکال د ګوزڼ درې مثبتې پیښې ثبت شویدي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو روغتیایي همکارانو لخوا د پولیو یا ګوزڼ واکسین پراخ کمپانونه په لاره اچول شوي چې د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي .

د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسولین وایي ، چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ تازه پېښه ددغه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې دوېمه پېښه ده. پدې ولسوالۍ کې مخکې هم د پولیو ناروغۍ پېښه پکې پیدا شوې وه .

د فراه دعامې روغتیا ریس ډاکتر عبدالجبار شایق وایي، د پولیو یا ګوزڼ دا پېښه هغه مهال معلومه شوه چې یوه پنځلس کلنه نجلۍ د بدن د غړیو د تکلیف له امله کندهار روغتون ته د درملنې لپاره تللې وه ، چې هلته ډاکټرانو ددې په وجود کې د پولیو مشکوک علایم ولیدل.

د ډاکټر شایق په وینا ، دوي د ناروغې نجلۍ کور ته یو صحي ټیم ولیږه، چې هلته یې د کورنۍ له نورو اعضاو څخه د معاینې لپاره (سمپل) یا نمونه واخلي ، له هغه وروسته هغه سمپلونه پاکستان ته د لابراتواري معاینې لپاره واستول شول.

" کله چې مونږ ته ددغې نجلۍ معاینات را ورسیدل، معلومه شوه چې د هغې څلویښت ماشتنۍ ماشومه خورهم په پولیو اخته شوې ده ، پداسې حال کې چې ظاهراً دا ماشومه صحتمنده ښکارېده او د غړیو د فلج کوم علایم پکې نه معلومیدل "

د راپورونو په اساس دپولیو لومړۍ پېښه د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ په جوزا سیمه کې پیدا شوې وه او دوېمه تازه پېښه د همدې ولسوالۍ په غنیمرغ سیمه کې تثبیت شوه ، چې د دواړو کلیو تر مینځ پنځلس کیلومتر واټن موجود دی.

د محلي روغتیایي مسولینو د تحقیقا تو په اساس ، د پولیو دا ویروس ددې کورنۍ د خپلوانو لخوا چې ګاونډي هیواد پاکستان ته تګ راتګ کوي انتقال شوی .

دا چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ دوېمه پېښه څه وخت تثبیت شوه ، د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت ریس سردار محمد پرویز پدې هکله داسې وویل .

" دا هغه ماشومه ده چې درې ځلې یې د پولیو یا ګوزڼ د کمپاین په بهیر کې واکسین اخیستې ،لومړی ځل یې چې روغتونه ته مراجعه کړې وه، د مې اتویشتمه نېټه وه او د لابراتوار نتیجه مونږ ته له پاکستان نه د جون په دوېمه نېټه را ورسیدله ، چې د پولیو ویروس ددې ماشومې په چپه پښه کې موجود دی "

د عامي روغیتا وزارت او د نړیوالو صحي سازمانو د راپورنو له مخې ، افغانستان په ۲۰۱۳ کال کې د پولیو یاګوزڼ ۱۴ پېښې درلودې ، په ۲۰۱۴ کال کې دا شمیر ۲۸ پېښو ته لوړ شو او د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر اوسه درې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG