د لاس رسي وړ اتصالات

د شفافیت نړیواله اداره: افغانستان کې له اتو ډالرو یو غلا کیږي


په افغانستان کې یوولس ادارې همهاله له اداري فساد سره مبارزه کوي.
په افغانستان کې یوولس ادارې همهاله له اداري فساد سره مبارزه کوي.

د شفافیت نړیوالې ادارې د سېشنبې په ورځ په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي یووالي حکومت د ژمنو په هکله خپل رپوټ خپور کړ.

په دغه رپوټ کې له فساد سره دمبارزې په برخه کې د ملي یووالي حکومت ۵۰ هغه ژمنې څیړل شوي، چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړې دي.

د رپوټ له مخې د ملي یووالي حکومت د تدارکاتو، عدلي او قضايي ادارو کې د اصلاحاتو، له اداري فساد سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې د فساد اړوندو دوسیو څیړلو او په ولایتونو کې د څارنوالانو د بدلون په برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.

خو د شفافیت د نړیوالې ادارې د آسیايي او اُقیانوسیه برخو مسول ډاکتر سریراک پلیپټ د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د رپوټ د خپرولو پر مهال وویل، د دغې ادارې موندنې ښيي چې په افغانستان کې د هرو اتو ډالرو څخه یو یې غلا کیږي.

ښاغلي پلیپیټ وویل، چې لا هم د ملي یووالي حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي اقداماتو ته اړتیا لري او د اداري فساد د مخنیوي لپاره باید په قوانینو او پالیسیو کې اصلاحات راوستل شي.

د ښاغلي پلیپیټ پر وینا له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په چارو کې لاسوهنه، د څارنوالانو سیاسي اړیکې او د اداري فساد په برخه کې د مدني ټولونو د څارنې څخه ملاتړ نه کول

دغه راز، د افغانستان د شفافیت د څار ادارې مشر سیداکرام افضلي په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې باید د سیاسي مداخلې پر ځای سیاسي ملاتړ رامنځ ته شي.

ښاغلي افضلي له اداري فساد څخه د څارنې په برخه کې د مدني ټولنې ونډه کمزورې وبلله او ویې ویل، له اداري فساد سره د مبارزې پنځو ادارو د مدني ټولنې له سلا مشورو پرته خپل پلانونه جوړ کړي دي، چې هیڅ ګټور نه دي.

ښاغلي افضلي دغه راز ټینګار وکړ، هغه ادارې چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ګټور ثابت شوي نه دي او اصلاحات هم په کې ممکن نه دي باید لغوه شي.

هغه وویل "هر بنسټ باید یو مشخص پلان ولري، متاسفانه دغو ادارو پلانونه جوړ کړي چې ګټور نه دي باید له سره جوړ شي موږ همکاریو ته تیار یو".

د ښاغلي افضلي پر وینا د اداري فساد په برخه کې د حکومت له خوا اکثره جوړ شوي پلانونه او پالیسیانې عملي بڼه نه لري او د نړیوالې ټولنې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره جوړ شوي دي.

له دې مخکې د افغانستان د شفافیت د څار ادارې اندیښنه ښودلې وه، چې په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې ادارې خپلواکي نه لري او د دغو ادارو په کاري چارو کې په مستقیمه توګه سیاسي مداخلې کیږي.

د افغانستان حکومت ژمنه کړې، چې د راتلونکي کال په شپږو میاشتو کې به له اداري فساد سره د مبارزې ملي استراتیژي جوړه کړي.

د شفافیت د څار نړیوالې ادارې د څیړنو له مخې دا مهال افغانستان په اداري فساد کې د نړۍ په کچه درییم ځای لري.

XS
SM
MD
LG