د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې بل بودايي راهب ځان ته اور واچوی


په چین کې بل بودايي راهب ځان ته اور واچوی
په چین کې بل بودايي راهب ځان ته اور واچوی

رپوټونه وایي چې یوه بل بودایي راهب هم د چین د ( کوین گاي ) په ولایت کي ځان په اور کي ستي کړیدی. ( ریډیو فري ایشیا ) دغه راهب ( تام چو سانگ پو ) بللی او ویلي یې دي چي هغه د خپل معبد په شاوخوا کي د چینایي امنیتي قواو د موجودیت له کبله د احتجاج په توگه ځان وواژه.

ددغه راهب ستي کیدل د هغو څوتنو وروستیو راهبانو د ځان وژلو د پېښو په لړ کي وروستۍ پېښه ده چي په تیبت کي د چین د واکمنۍ په خلاف کیږي. دوو نورو تنکیو راهبانو چي یو نارینه او بله ښځه وه هم ددې میاشتي په سر کي ځانونه ووژل، او تیر کال ټولو شلو تنو ځانونه په اور کي ستي کړي وو.

XS
SM
MD
LG