د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ګارنیزیون: شیرپور کې امنیتي احضارات پای ته رسیدلي


له تیرو دوو ورځو راهیسې افغان امنیتي ځواکونو د شیرپور په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نیولي وو.
له تیرو دوو ورځو راهیسې افغان امنیتي ځواکونو د شیرپور په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نیولي وو.

د کابل د ګارنیزیون قومندانۍ وايي، د دغه ښار په شیرپور سیمه کې د ګواښونو له امله نیول شوي کلک امنیتي تدابیر پای ته رسیدلي دي.

تیره ورځ د کابل په شیرپور سیمه کې زیات شمیر افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدال‌رشید دوستمد کور په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي وو او دغې سیمې ته ځیني غځیدلي سړکونه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوي وو.

خو د کابل د ګارنیزیون قومندان جنرال ګل‌نبي احمدزي نن سهار امریکا غږ ته وویل "یو څه شک او تردید موجود دی، خو هغه فشار چې وو، هغه مو ټول کړی دی."

تیره ورځ یو شمیر حکومتي سرچینو امریکا غږ ته ویلي وو، چې د احمد ایشچي په قضیه کې د ښاغلي دوستم د ساتونکو د ښکیلتیا له امله د لومړي مرستیال د کور په شاوخوا کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

خو پرون ماښام جنرال دوستم په خپل کور کې له خپلو پلویانو سره په لیدنه کې هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د تاوتریخوالي هیڅ ډول پیښه به رامخې ته نشي.

هغه وویل، د بروکسل له کنفرانس وروسته یې له افغان ولسمشر سره خبرې نه دي کړي او له ولسمشر غني سره د لفظي شخړې او د کور د محاصره کیدو په باب یې خپاره شوي رپوټونه بې‌بنسټه وبلل.

جنرال دوستم د خپلو خبرو په دوام کې وویل "موږ تر اوسه داسې نه ده ګڼلې چې موږ به محاصره کړي، محاصره د څه لپاره؟ محاصره د دې لپاره چې د داعش پر ضد یم، د طالب پر ضد یم او له هغوی سره روغ نه یم، محاصره د څه لپاره؟"

هغه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې خپلو عسکرو ته به د ډزې کولو اجازه ورنکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړه، که هغه له دولت سره پریکون وکړي، نو دولت به قوي نه بلکې کمزوری شي.

جنرال دوستم له شاوخوا درې میاشتني ځنډ وروسته، د دوشنبې په ورځ کابل ته راستون شو او له خپلو ساتونکو سره، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، د خپل کار دفتر ته لاړ.

XS
SM
MD
LG