د لاس رسي وړ اتصالات

ترمپ خپلو جنرالانو ته: د داعش د خلافت جړه وباسئ


د ډونالد ترمپ په جمهور ریاست کې دا اول ځل دی چې واشنگټن د داعش ضد کنفرانس کوربه دی.
د ډونالد ترمپ په جمهور ریاست کې دا اول ځل دی چې واشنگټن د داعش ضد کنفرانس کوربه دی.

د متحده ایالاتو په مشرۍ د ٦٨ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د چهارشنبې او پنجشنبې په وروځ په واشنگتن کې راټول شوي څو په افغانستان، عراق او سوریې کې د داعش د له منځه وړولو لپاره د جمهور رئیس ډونالد ترمپ پلان واوري.

په دغه غونډې کې د گډون لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم واشنگټن کې دی. ښاغلي رباني د چهارشنبې په ورځ د داعش ضد له کنفرانس نه مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن سره ولیدل.

د ترمپ ادارې تر اوسه پورې افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږو په هکله غبرگون ندی ښودلی.
د ترمپ ادارې تر اوسه پورې افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږو په هکله غبرگون ندی ښودلی.

د ډونالد ترمپ په جمهوري ریاست کې دا اول ځل دی چې واشنگټن د داعش ضد کنفرانس کوربه دی.

جمهور رئیس ترمپ ژمنه کړې ده چې د داعش په وړاندې جگړې ته لومړیتوب ورکړي او د جنوري په میاشت کې د امریکا د دفاع وزارت او نورو ادارو څخه وغوښتل چې د داعش د ځپلو لپاره خپل پلانونه ورته وړاندې کړي.

په واشنگتن کې د دې ډلې ضد ائتلاف لیواله دی چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت کې د وزیرانو په کچه په دې غونډه کې په دې مسلې باندې خبرې اترې وکړي.

د داعش ضد کنفرانس له پیلیدو د مخه د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د سې شنبې په ورځ د امریکایي سناتورانو سره له لیدنې وروسته د امریکا د سولې انستیتوت کې وویل که چېرې دا ائتلاف په خپلو ژمنو ودریږي نو د داعش په وړاندې بریالتوب به د سترگو په رپ کې ترلاسه شي.

د کانگرس جمهوري غوښتونکي استازي ادم کنزنگر امریکا غږ ته وویل چې د دې ډول غونډو په مرسته مونږ نړۍ ته یو مهم پیغام رسوو. "چې مونږ د عراق تر شا ولاړ یو او سیاسي تنوع په حقېیقت کې د عراق په گټه ده، که غواړی عراق یو موټی پاتی شي او تاوتریخوالی ودریږي نو باید چې تاسو اول د سیاسي سولې لپاره د حل لاره پیدا کړئ."

د داعش د ځپلو پلان

کله چې ډونالډ ترمپ د امریکا د جمهوري ریاست کاندید، شکایت یی دا و چې د هغه مهال جمهور رئیس بارک اوباما د داعش په وړاندې جگړې کې ډیر وخت ضایع کړی او هیځ لاسته راوړنه نلري.

ډونالد ترمپ د کمپاین په مهال تل ویل چې دی د داعش د له منځه وړولو لپاره یو پټ پلان لري. خو تر ننه پورې د داعش د له منځه وړو لپاره یې د خپل پلان جزئیات ندي وړاندی کړي.

په کانگرس کې د پنسلونیا استازی برندن بویل امریکا غږ ته وویل؛ چې د داعش په ضد جگړه یوازې نظامی عملیات ندی.

"د داعش په وړاندې د جگړې په ارتباط وایم چې دا یوه ډیره پیچلې جگړه ده. دا یوازې پوځي عملیات ندی بلکې دا جگړه په ټولنیزو رسنیو هم روانه ده. دا جگړه د فارس له خلېج نه نیولې تر غرب او شرقه پورې روانه ده."

په دې حال کې افغان حکومت له متحده ایالاتو غواړي چې د طالبانو او داعش سره د جګړې لپاره نور سرتېري افغانستان ته واستوي. دا غوښتنه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني چې له واشنګټن نه کتنه کوي، کړې ده.

افغانستان او داعش

ښاغلي کنزنگر وویل که چیرې متحده ایالات افغانستان پریږدي، هغه هیواد به بیرته هغه حال ته ولاړ شي چې د یولسم سپتمیر نه دمخه وه. "زه فکر کوم که چېرې دا کار د ډیرو عسکرو یا هوایي ځواک غوښتنه وکړي مونږه باید د افغانستان لپاره د روزنې او پانگونې په برخې ډیره مرسته وکړو. که دا د افغانستان په اقتصاد کې وي، یا د طبعي منابعو او داسې نورو کې."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان د دې غوښتنې ملاتړ کړی چې وايي، په افغانستان کې د جګړې د روان حالت د ماتولو لپاره څو زرو نورو سرتېرو ته اړتیا ده.

خو د ترمپ ادارې تر اوسه پورې افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږو په هکله غبرگون ندی ښودلی.

خو ښاغلی کنزنگر وایي"د افغانستان خلک په زړورتیا جگړه کوي. هغوی په دې جگړه کې له تصوره ډیر سرتیري له لاسه ورکړي دي. خو مونږ باید په اکملاتو د اړتیا موادو په رسولو کې د هغوی مرسته وکړو. تاسو به وگورئ چې جمهور رئیس ترمپ به هلته جنرالانو ته ووایي چې د بریا لپاره څه شي ته ضرورت دي برابر یې کړئ او کانگرس به هم د هغه ملاتړ وکړي."

ډونالد ترمپ د امریکا د جمهور رئیس په توگه د ندې د پیلیدو سره پنتاگون یا د امریکا د دفاع وزارت ته ٣٠ ورځې وخت ورکړ چې د داعش ضد جگړې په پرمختگ غور وکړي او یوا هر اړخیز پلان جوړ کړي چې دا ډله له بیخه له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG