د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي روسیه باید د سوریې د ملاتړ په اړه احتیاط وکړي


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن له روسیې غواړي چې د بشارالاسد د حکومت په ملاتړ کولو کې له احتیاط نه کار واخلي
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن له روسیې غواړي چې د بشارالاسد د حکومت په ملاتړ کولو کې له احتیاط نه کار واخلي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د اپریل په دولسمه مسکو ته ځي چې له روسیې وغواړي د سوریې د حکومت په ملاتړ کولو کې احتیاط وکړي.

د متحده ایالاتو لوړپوړی دپلومات دا سفر وروسته له هغه کوي چې امریکا د سوریې د حکومت له خوا د کیمیاوي وسلو استعمالولو په ځواب کې د هغه هیواد په یوې هوايي اډې د توغندیو بریدونه کړي دي.

متحده ایالاتو د توغندیو دغه برید وروسته له هغه وکړ چې د سوریې حکومت د یاغیانو تر کنټرول لاندې د ادلب په ولایت کې د زهرجن ګاز برید وکړ اوله امله یې ۱۰۰ ووژل شول.

د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن له دې برید نه مخکې ویلي وو چې د سوریې خلک به د ولسمشر بشارالاسد د سرنوشت په اړه پریکړه وکړي، خو هغه له دې برید نه وروسته د اسد د رژیم د ملاتړ کولو له امله پر روسیې نیوکې وکړي.

هغه وویل "په دې کې هیڅ شک نشته چې د بشارالاسد تر مشرۍ لاندې د سوریې رژیم ددې برید مسئولت پر غاړه لري او دا ډیره مهمه ده چې روسیه د اسد د رژیم په ملاتړ کولو کې له احتیاط نه کار واخلي."

ښاغلي ټیلرسن دغه خبرې مسکو ته له خپل سفر نه مخکې کړي دي.

د متحده ایالاتو چارواکي وايي د سوريې کیمیاوي برید د هغو غوړیدونکو اړیکو په وړاندې یو لوی خنډ دی چې د ټرمپ د ادارې او کرملین ترمنځ موجودې دي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ په سازمان کې د متحده ایالاتو پخوانی استازی ډنیل بیر وايي دا مهمه ده چې متحده ایالات خپله لاره وټاکي او یو داسې رښتینی سیاست او ستراتیژي غوره کړي چې پر نړیوالې سولې او امنیت د پوتین منفي اغیزې کنټرول او کمې کړي.

د امریکا وتلو عرب متحدینو سعودی عربستان، متحده عربی امارات او قطر د سوريي د حکومت په نظامې هوايی میدان باندی د امریکا د توغندیو دحملو کلک ملاتړکړیدی، په داسې حال کې چې د ایران، عراق او الجزائرپه شان سیمه ایزو دولتونو ددغي حملي غندنه کړې ده.

په یوه تازه غبرګون کې، د ایران جمهور رئیس حسن روحاني په تهران ک د سوریې د ادلب په ولایت کې د کیمیایی وسلو د برید اړه د یوې نړیوالې بي پرې حقیقت موندونکې کمېټې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د برید په ضد مظاهره

که څه هم د سوریې دننه د حکومت مخالفینو د امریکا د توغندیو د برید هرکلی کړی، خو په نیویارک کې یو شمیر خلکو مظاهره کړې او وایې چې واشنګټن د کافي شواهدو په نه شتون کې د سوریې پر نظامی اهدافو برید کړی دی.

د سارا فلاونډرز په نوم یوه مظاهره کوونکې وايي "دا د پخوا په څیر د متحده ایالاتو له خوا د دروغو پر اساس یوه بله جګړه ده چې ویټنام، یوګوسلاویا، عراق او افغانستان یې بیلګې دي. د متحده ایالاتو د هرې جګړې اساس په زیاتې ورانۍ ولاړ دی".

سویایي الاصله امریکايي فایض اباوود وايي ټرمپ ته یې ځکه رایه ورکړه چې هغه به د نړۍ پولیس نه وي او امریکا به بیا پرمخ بوځي. هغه له امریکا غواړي چي د سوریې له پوځ سره مرسته وکړي څو داعش او نورې ترهګرې ډلې له منځه یوسي.

خو د مدني حقونو فعاله امریکایي سوریایي رامه الحسیني د ټرمپ د دریځ ملاتړ کوي او وایي "زیاتره سوریایان د ولسمشر ټرمپ د اقدام ملاتړ کوي. ما هغه ته رایه نه ده ورکړې، خو اوس هیله لرم چې هغه به د سوریې له خلکو سره مرسته وکړي".

امریکا په نورو ډګرونو کې له روسیې سره کار کول غواړي خو وايي دې ته ژمنه ده چې له نړیوالو نورمونو نه د سرغړونو په صورت کې به روسیه مسول وګڼي.

XS
SM
MD
LG