د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان میرمنې تصویر د ژورنالیزم نړیواله جایزه وګټله


د افغان میرمنې تصویر د ژورنالیزم نړیواله جایزه وګټله
د افغان میرمنې تصویر د ژورنالیزم نړیواله جایزه وګټله

د هغې افغانې مېرمنې تصوېر د مطبوعاتي تصوېرېونو نړېواله جاېزه وگټله ،چې دخپل مېړه په لاس ېې دواړو غوږونو او پزه پرې شوې وه. د جوډې بېبر په نامه ېوې عکاسۍ د هغې تصویر اخیستی و او پروسږکال د امرېکې د ټاېم په مجله کې چاپ شوی ؤ .

د مطبوعاتي جاېزې د ورکولو خبر په داسي حال کې خپور شو چې د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې ټولې هغه مېرمنې چې غواړي په کومه سرپناه کې اووسېږی نو باېد چې لومړۍ د افغانستان د حکومت دېوه کمېسون نه اجازه ترلاسه کړي.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه واېې چې ددغو نوو مقرراتو پراساس که دحکومت کمېسون چا ته اجازه ورنه کړي نو مېرمنې نه شی کولای چې په سرپناه کې ژوند وکړي.

کمېسون اختېار لري چې فېصله وکړي چې اېا دغه مېرمنې زندان ته ولېږي او که بېرته ېې خپلو کورونوته ولېږي. ورځپاڼه لېکي که هغوئ خپلوکورونو ته ولېږل شی نو ډېرامکان شته چې ېا د وهلو او ټکولو سره مخامخ شی او ېا دا چې ووژل شي.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه واېې کوم مقررات چې حکومت ېې په دې اړه نافذول غواړي ، دهغې له مخې هره ښځه چې غواړي په ېوه سرپناه کی ژوند وکړي باېد ډاکتران ېې معاېنه کړي تر څو معلومه کړی چی اېا هغه باکره ده او که نه.

نېوېارک ټاېمز لېکي چې فعلا په افغانستان کې دښځو لپاره ١۴ شېلټرونه ېا د سرپناه مرکزونه جوړ شوی دي چې ېو شمېر نړېوالې خېرېه موسسې، لوېدېځ حکومتونه او ېو شېمر افراد ېې مصارف ور کوي.

خو ورځپاڼه لېکي چې ددغو نوو مقرراتو له مخې چې دښځو دچارو وزارت وړاندي کړي دي د ښځو د سرپناه مرکزونه به په مستقېم ډول د افغانستان د حکومت ترکنټرول لاندي راشي.

د منېزه نادری په نوم ېوه مېرمن چې په کابل کی د ښځو لپاره د٣ سرپناو او د کورنېو لپاره د مشورې دپنځو مرکزونو مشري په غاړه لري واېې چې زه په دې خبره نه پوهېږم چې حکومت ولي نوي مقررات نافذوي، مگر شاېد چې حکومت غواړي طالبان خوشحاله کړي.

XS
SM
MD
LG