د لاس رسي وړ اتصالات

ټایم: په افغانستان کې د شوري نه د آمریکا وخت زیات شو


ټایم: په افغانستان کې د شوري نه د آمریکا وخت زیات شو
ټایم: په افغانستان کې د شوري نه د آمریکا وخت زیات شو

دټاېم اونېزه مجله لېکی دنومبرپه ٢٥ لېکي چې دافغانستان جگړه دلارې ېوې نښې ته ورسېده خو لاروانه ده. په افغانستان کې د امرېکا اوناټو د جگړې موده له پخواني شوروی اتحآد نه هم ٥٠ ورځې زېاته شوله.

خپرونه لېکی چې دنومبری په ٢٧ نېټه او شنبې په ورځ به دافغانستان جگړه دلارې ېوې غمژنی نښی ته ورسېږی او هغه داده چې دامرېکا متحده اېالات او انډېوال هېوادونه به ېې په افغانستان کې ېوه ورځ تر روسېې نه زېات وخت په افغانستان کې تېرکړی وي.

روسېې په ١٩٨٩ مېلادی کې تردې ېوه ورځ مخکی دخپلو عسکرود اېستلو بهېر تکمېل کړی و. تردی لامهمه خبره داده چې دامرېکا متحده اېالاتو دناټو په سر مشرېزه غونډه کې اعلان وکړ چې دانېت لري چې لږ تر لږه څلورکلونه نور هم په افغانستان کې تېر کړي او ښاېې تردې وروسته هم نوره اوږده موده، هلته تېره کړي. دټاېم اونېزه مجله لېکی چې سره له دې هم ډېر افغانان – او ښايی په خپله جمهوررئېس کرزی داسی ښکاری چې په دې کې شک ولري چی امرېکا ېان به په هغه ملک کې چې ددوی د ساړه جنگ د زمانی سېال ( پخوانی شوروی اتحآد ) ناکام سوی ، کامېاب سی.

ټاېم لېکی چې د پنتاگان نطاق جېف مورېل تېره اونۍ داخبره واضحه وکړله چې دجنگی عملېاتو د پای لپاره چې د ٢٠١۴ م کال وروستی نېټه، چې دناټو له خوانه پرې موافقه شوېده هغه، دوروستی نېټی لپاره ېوه ستره هېله ده. هغه رپوټ چی پنټاگان دامرېکا دکانگرېس لپاره جوړ کړېدی او د سه شنبی په ورځ خپورشو. په هغه کې داخبره واضح شوېده چې که څه هم د اوباما اداری عسکر زېات کړل اوتقرېبا څه د پاسه دېرش نور امرېکا يی عسکرېې د جگړی مېدان ته ولېږل ، پرمختگ ډېر معمولی دی او بغاوت مخ په پرا خېدودی. خو د وروستی نېټی د پراخولو مهم دلېل ښايی په هغو رپوټونو کې نغښتی وي چی وايی دطالبانو قوت دافغانستان د خلکو په هغه تصور کې پروت دی چې داېتلاف قواوی به ډېرې ژرله دې هېوادنه ولاړی شی.

دا تصور دې عقېدی ته قوت ور بښی چې دطآلبانوکامېابی ېقېنی ده. ټاېم لېکی ښايی همدغی نظرېې پنټاگان دېته هڅولی وي چې تېره اونۍ ېې داول ځل لپاره ، له نهو کلونو نه وروسته دافغانستان جگړی ته ټانکونه ور ولېږل. په دې کې شک نشته چې شوروېانو هم په سوونو ټانکونه افغانستان ته لېږلی وو خو د جگړې په څرنگوالی کې ېې توپېرو رانه وست.

ټاېم لېکي هغه غټه ستونزه چې ناټو ورسره مخ ده هغه دناټو دمامورېت جنگی قدرت ندی اونه ښايي دځايی خلکو توقعات وی چې غربی قواوی به ژرو لاړی شی. سمدلاسه خبره داده چې امرېکا اومتحدېن ېې له دې غموونکی حقېقت سره مخ دی چې د شخړو په ځای کې ځایی ملکېان د جگړی د هڅو ملاتړ نه کوی.

ټاېم لېکي چې ښاغلی کرزي ښايی په ښکاره باندی دناټو نوی وروسته نېټه باندی لاسلېک کړی وي خو داخبره ېې پټه نکړله چې دی د جگړی د ستراتېژی په برخه کې شک لري. د ښاغلی کرزي له خوانه د شپې د چپاوونو غندنه ددې سبب شوه چې جنرال پېټرېېس خبرداری ورکړی چې دکرزی تبصری دده له خپل موقف نه دفاع نشی کولی. جمهوررئېس براک اوباما دافغان مشر خبری سمدلاسه رد کړلی. براک اوباما ووېل چې که موږ په بلېونو ډالره هلته مصرفوو ؛ که توقع داو ی چی زموږ عسکر هلته ددې لپاره وی چې ددې هېواد امنېت خوندی کړی او داخبره ېقېنی کړی چې جمهوررئېس کرزی خپل هېواد ته انکشاف ورکړی ؛ اوباما خبرداری ورکړ چې نو پکارده چې دی هم زموږ اندېښنو ته توجه وکړی.

ټاېم لېکی د ښاغلی کرزی تبصری دعاموافغانانو دنظرېاتو انعکاس دی . په سروی گانو کې دا خبره په معمول ډول معلومه شوېده چې دافغانستان په جنوب کې چې ډېرخلک له طالبانو نه کرکه لري هغوی همد لوېدېز دعسکرو په باب منفې نظر لری او دهغوی له عملېاتو سره مخالف دی. ټاېم لېکی د خارجی عسکرو له حضور نه شدېده کرکه دافغانانو دتارېخ دوامداره برخه ده. ټاېم د برتانېی د نونسمی پېړۍ دېوه جنرال له قوله لېکی څومره چې افغانان موږ کم وېنی هماغومره ېې موږ خوښېږو. ټاېم لېکي چې دناټو عملېات دافغانستان په جنوب کې د عامو خلکو په ژوند باندې ناوړه اوغمژنه اغېزه کړېده او ددغه جنگ له امله په زرگونو کسان له خپلو ځاېونونه بې ځاېه شوېدی.

XS
SM
MD
LG