د لاس رسي وړ اتصالات

د تیتانیک ۱۰۰ کاله وروسته بلې بیړۍ پر ورته مسیر مزل پیل کړ


د بریتانیې د سوتمپتون ښار څخه پرون یوې غټې مسافر وړونکې بیړۍ پر هغه مسیر باندي مزل پیل کړ چې ۱۰۰ مخکي د تیتانیک په نامه بیړۍ کړی و او پر لارې په سمندر کې ډوبه شوه.د بیړۍ زیات شمیر سپرلۍ چې د نیویارک د ښار پر خوا راروانه ده، د هغو کسانو خپلوان دي چې د ۱۹۱۲ کال د اپریل پر ۱۵ نېټه د شپې ناوخته یې بیړۍ په سمندر کې د یخي د ټوټې سره د جنګیده او وروسته ډوبه شوه.

رهي شوې بیړۍ به په هغه سیمه کې ودریږي چیري چې د تیتانیک بیړۍ سل کاله مخکي ډوبه شوې وه او د قربانیانو د درناوي او احترام په موخه به هغوي ته دعا وکړي.

د نوې بیړۍ کارکونکو هڅه کړې ده چې په کښتۍ کې خونې او د کښتۍ حالت د ۱۰۰ مخکي حالت په شان جوړ کړي. دغه راز ځینو سپرلیوو لا د ۱۹۱۲ کال د وخت کالي اغوستي دي. په بیړۍ کې به د هغه وخت موسیقي هم ږغیږي.

د تیتانیک په بیړۍ کې چې ټولو ویل یوه نه ډوبیدونکې بیړۍ ده د ۱۵ ساوو نه زیات خلګ د شمالي اتلانتیک په سیند کې ډوب او مړه شول.

د تیتانیک ناورین د هماغه وخت راهسي د کتابونو، فلمونو او سندرو مضون وګرځیدی. ډوبه شوې بیړۍ اوس هم د سمندر په تل کې پرته ده.

XS
SM
MD
LG