د لاس رسي وړ اتصالات

ټوني بلیر: د عراق د جګړې نه پښیمانه او نه خفه یم


This image from APTN shows Former Prime Minister Tony Blair Friday Jan. 29, 2010 testifying to Britain's Iraq Inquiry. Blair told Britain's Iraq Inquiry that Saddam Hussein didn't become a bigger threat after Sept. 11, but said his perception of the risk
This image from APTN shows Former Prime Minister Tony Blair Friday Jan. 29, 2010 testifying to Britain's Iraq Inquiry. Blair told Britain's Iraq Inquiry that Saddam Hussein didn't become a bigger threat after Sept. 11, but said his perception of the risk

د برېتانېې پخوانی صدراعظم ټوني بلېر واېې چې که څه هم د برېتانېې د حکومت د قانوني چارو مشاور ورته خبردارئ ورکړی ؤ چې په عراق باندې دامرېکا ترمشرئ لاندی پوځی ېرغل غېر قانوني عمل دی، د امرېکا دپخواني جمهور رېس جورج بش ملاتړېې وکړ.

ټونی بلېر نن په لندن کې دعراق د جنگ د کمېسون دغړو په وړاندې حاضر شوی ؤ چې په ٢٠٠٣ مېلادي کال کې د خپل حکومت پر وخت دعراق په خلاف د جنگ دشروع کولو په باب د کمېسون دغړو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

کله چې پروسږکال ټونی بلېر نوموړي کمېسون ته حاضر شو ، نو وېې وېل چې دجنگ لپاره عراق ته دبرېتانوي ځواکونو دلېږلو له امله نه پښېمانه نه دی او نه خفه دی.

دعراق دجنگ کمېسون د ښاغلي ټونی بلېر نه د ېو شمېرهغو سري او پټو ېاداښتونو او لېکونو په باب ېو لړ پوښتنې وکړې چې دعراق د جنگ دشروع کولو مخکې دده اود امرېکا د پخواني جمهور رېس جورج بش ترمنځ تبادله شوی وو.

پرون دبرېتانېې صدراعظم ډېوېډ کمېرون د اولس نه وغوښتل چی په ټوني بلېر باندې دې خپل فشار زېات کړي ترڅو مجبوره شي چې دغه پټ ېاداشتونه خپاره کړي.

پرون د برېتانېې د حکومت د کابېنی وزېر، گس اوډانول، په دې دلېل د دغو پټو لېکونو دخپرولو نه ډډه وکړه چې شاېد دبرېتانېې گټی به زېانمنې کړي. مگر پرون دعراق دجنگ کمېسون داسي اسناد خپاره کړل چې په کې ډېر ښه څرگندېږي چې دجنگ نه مخکې دټوني بلېرسکرتر ددغو لېکونو لپاره جلا دوسېې جوړې کړي وې او کوښښ ېې کوه چې اصل محتوا ېې پټه وساتي.

XS
SM
MD
LG