د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د افغان پوځ یو لوړپوړی جنرال وژل شوی


جنرال خان اغا د افغان پوځ دوهم جنرال دی چې په وروستیو میاشتو کې په جنوب کې په امنیتي پیښو کې خپل ژوند له لاسه وکوي.
جنرال خان اغا د افغان پوځ دوهم جنرال دی چې په وروستیو میاشتو کې په جنوب کې په امنیتي پیښو کې خپل ژوند له لاسه وکوي.

د ۲۰۵ اتل قول اوردو قومندان ډګر جنرال داود شاه وفادار امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې تیره شپه دریو ځانمرګو بریدکوونکو د کندهار د ډنډ په ولسوالۍ کې د تورنجنرال جنرال خان اغا په میلمستون برید وکړ چې په ترڅ کې جنرال خان اغا او د هغه یو ساتونکی ووژل شول او زوی یې ټپي شو.

جنرال خان اغا د ۲۰۵ اتل قول اوردو د مرستیال په توګه دنده تر سره کوله .

جنرال وفادار وایي چې جنرال خان اغا د ډنډ ولسوالۍ په سالوخان کاریز سیمه کې له دندې څخه تازه خپل کورته ستون او په خپل ميلمستون کې د میلمنو سره ناست وو چې ځانمرګو وسله والو پرې برید وکړ.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان وایي چې جنرال خان اغا د ټپي کیدو وروسته د قول اوردو روغتون ته ولیږدول شو خو د ژورو ټپونو له امله یې په پوځي روغتون کې ساه ور کړه.

امنیتي چارواکي وايي چې درې تنه وسله وال برید کوونکي د ۲۰۵ اتل قول اردو د مرستیال کور ته د ميلمنو په توګه داخل شوي وو.

چارواکي وایي چې له برید کوونکو څخه یو تن د برید په پیل کې د امنیتي ساتونکو له لورې ووژل شو او پاتې دوه یې مقاومت ته دوام ورکړ چې هغوی هم د شپې ناوخته د نورو امنیتي سرتیرو له خوا ووژل شول.

جنرال خان اغا د کندهار اوسیدونکی وو او له تیرو دریو کالو راهیسې یې د ۲۰۵ اتل د قول اوردو د ملکي مرستیال په توګه دنده تر سره کوله.

طالبانو د برید مسولیت اخیستی دی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې د جنرال خان اغا په کور برید ددغې ډلې دوه وسله والو کړی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG