د لاس رسي وړ اتصالات

د اتل قول اردو یو جنرال په چاودنه کې وژل شوی


جنرال عبدالبصیر شهروند
جنرال عبدالبصیر شهروند

د ۲۰۵ اتل قول اردو یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د دغې قول اردو د لومړۍ لیوا قوماندان جنرال عبدالبصیر شهروند، نن ماسپښین دوه بجې د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ د کوندلان په سیمه کې په داسې حال کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو، چې هغه په سیمه کې د کندهار ارزګان د لارې د خلاصون په عملیاتو بوخت و.

د کندهار ولالیت مقام د یو پیغام په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قومندان جنرال عبدالبصير شهروند د شاوليکوټ ولسوالۍ په کټه سنګ سيمه کي د ملي اردو له امنيتي پوستو څخه ليدنه کوله چي نن ماپښين د ترهګرو له خوا د ځای پر ځای شوي ماين په چاودنه کې ووژل شو.

د کندهار- ارزګان لویه لاره د تیرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو بنده کړې ده.

نږدې درې اونۍ وړاندې د همدې لویې لارې د خلاصون په عملیاتو کې سمونوال حاجي لالا د کندهار د پولیسو یوبل لوړ پوړی چارواکی هم ټپي شوی وو.

جنرال عبدالبصیر شهروند په کندهار کې د افغان پوځ دوهم لوړپوړی پوځي چارواکی دی چې له دوو میاشتو څخه په کمه موده کې د مخالفانو له خوا وژل کیږي.

نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال جنرال خان اغا د کندهار د ډنډ په ولسوالۍ کې په خپل کور کې وسله والو پرې برید وکړ چې په ترڅ کې یې هغه ووژل شو او زوی یې ټپي شو.

افغان حکومت د کندهار – ارزګان د لارې د خلاصون لپاره له څو اونیو راهیسې عملیات پیل کړي، خو تراوسه لا هم دا لاره وسله والو مخالفانو بنده کړې ده.

وسله والو مخالفانو همداشان د ارزګان د دهراود د ولسوالۍ د نیولو لپاره هم د تیرو دریو ورځو راهیسې د دغې ولسوالۍ پر پوستو پراخه عملیات پیل کړي دي.

د سیمې اوسیدونکو امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې اوس جګړه د دغې ولسوالۍ د مرکز سره نږدې په بازار کې روانه ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG