د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې د افغان پوځ یو جنرال ټپي شوی


د تیرو دریو میاشتو راهیسې افغان ځواکونه او طالبان لښکرګاه سره نږدې په جګړه بوخت دي.
د تیرو دریو میاشتو راهیسې افغان ځواکونه او طالبان لښکرګاه سره نږدې په جګړه بوخت دي.

د هلمند ولایت کې د ملي اردو د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي وایي، د دغې قول اردو د درییمې لیوا قوماندان تیره شپه د لښکرګاه د درییمې حوزې د بشران په سیمه کې د خپلو دریو ساتونکو سره د ماین په چاودنه کې ټپي شوی دی.

د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان جنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چي د دغې قول اوردو د درییمې لوا قومندان اوس په یوه نظامي روغتون کې تر درملنې لاندې دی .

د رپوټونو له مخې د جنرال نعمت الله پرموټر د لښکرګاه ښار د درییمې حوزې مربوط د بشران په سیمه کې د عملیاتو پروخت د سړک دغاړې ماین چاودیدلی دی چې له امله دې په سر او په پښو ټپونه اخیستي دي.

جنرال احمدزي وویل چې پېښه تیره شپه ناوخته رامنځ ته شوې ده.

د ۲۱۵ میوند قول اوردو د درییمې لیوا پخوانی قومندان برید جنرال عطامیر اګاه هم تیر کال د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی وو .

دا د هلمند په تازه نا امنیو کې تر ټولو لوړ پوړی نظامي مقام دی چې د ماین په چاودنه کې ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو پدې اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې .

امنیتي چارواکي په هلمند کې د سړک دغاړې ماینونه د خپلو فعالیتونو پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه بولي.

دوې اونۍ مخکې د یوه خصوصي تلویزیون خبریال نعمت الله زهیر هم د لښکرګاه ښار په همدغه سیمه کې د د راپور جوړولو پر مهال د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG