د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار سوداګرو په اعتصاب لاس پورې کړى


د ننګرهار سوداګرو په اعتصاب لاس پورې کړى
د ننګرهار سوداګرو په اعتصاب لاس پورې کړى

دغه سوداگر له څو ورځو را په دې خوا په اعتصاب اخته دي او وايي د دوی اعتصاب به ترهغې دوام وکړي او خپل مالونه به په ګمرک کې محصول نه کړي چې د ماليې وزارت دد وې پر راوړل شويو مالونو لګول شوې محصول راکم نکړي.

له تيرو څو ورځو راهيسې د ننګرهار او تورخم ګمرکونو مخې ته په تجارتي مالونو بار سلګونه لارۍ ولاړې دي. سوادګر ددغو ټولوستونزو پړه د ماليې پروزارت اچوي.

د سوداګرو استازي وايي: ګاونډي هيوادونه د خپلو سوداګرو لپاره اسانتياوې برابروي او په را وارد شويو مالونو د محصول کچه راکموي خو د افغانستان د ماليي وزارت سودارګرو ته د اسانتياو د برابرولو پر ځای ستونزې راولاړوي.

دغو سوداګرو د ملي امنيت پر ادارې تور پورې کړ چې د دوی يو شمېرسوداګر يې هېواد ته د بې کيفيته غوړيو د را واردلوپه تور بنديان کړيدي.

دوی وايي، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له لورې لارښوونه شوې وه چې هيواد ته وارد شوي خوراکي مواد دې د کيفيت دمعلومولو په هدف په همدې ولايت کې پاتې شي. د دوی په وينا د ځينو سياسي اشخاصو او د سوداګرو تر منځ د ناسالمو سياليو له امله يو شمير سوداګر بنديان کړل شوي دي.

د ننګرهار والي ګل اغا شيرزی وايي د ماليې له وزيرسره يې خبرې کړې او هغه ورسره ژمنه کړې چې دسوداګرو ستونزې به هوارې کړي.

شېرزى وايي دعامې روغتيا وزير هم ورسره دامنلې چې د راتلونکيو شپږو مياشتو لپاره به دخوراکې موادو دکيفيت دڅرنګوالي دمالومولو په هدف په جلال اباد کې يو لابرتوار پرانيزي چې په دې کارسره به دغه ستونزه هم حل شي.

د سوداگرو ددغه اعتصاب له آمله ددې ولايت په بازارونو کې لا له اوسه دخوراکې او سون موادو بيې لوړې شوي اوهم دګمرک عوايد را ټيټ شوي دي.

کتونکي دغه ستونزه د سيمې پراقتصادي حالت يو لوى ګوزاربولي او اندېښنه څرګندوي چې که دغه ستونزه ژر حل نه شي نو د سيمې زيات شمېر بې وزلي خلک به د پولى ټک ته کښېنوي.

XS
SM
MD
LG