د لاس رسي وړ اتصالات

هغه امریکایان وستایل شول چې یو بریدګر یې ژوندی نیولی


د فرانسې پولیس له نیول شوي برید کوونکي څخه پوښتنې پیل کړي دي.

د فرانسې پولیس له نیول شوي برید کوونکي څخه پوښتنې پیل کړي دي.

پداسې حال کې چې د فرانسې د ترهگرۍ ضد پلټونکي په اور گاډي کې سپور له یو مظنون کس څخه چې پر مساپرو یې ډزې وکړې، پوښتنې کوي، د مساپرو یوه ډله چې درې امریکایان هم په کې شامل دي، د ممکنې ډله ییزې وژنې د مخنیوی په خاطر وستایل شول.

یو مشکوک سړی چی له امستردام څخه یې پاریس ته په اور گاډي کې سفر کاوه پر مساپرو یې ډزې وکړې او درې مساپر یې چې دوه په کې امریکایان وو ټپیان کړل.

هغه بیا د امنیتی چارواکو لخوا ونیول شو.دریو امریکایانو ته چې د برید کوونکي په نیولو کې یې مرسته کړې وه، د فرانسوي چارواکو لخوا مډالونه ورکړل شول.

په ټپي امریکایانو کې یو چې عسکر هم دی، سپنسر نومیږي. سپنسر د مشکوک وسلوال د نیولو پر وخت ټپي شو.

امریکایي مساپر الک سکارلتوس وايي " زه لمړی پوه نه شوم چې څه خبره ده، تر هغه پورې چې د اورگاډي یو کارکوونکی په منډو زموږ څخه تېر شو. ما شاته وکتل او یو سړی مې ولید چې له کلاشینکوف سره اورگاډي ته ننوت. نو ما او زما ملگرو ځانونه ټیټ کړل او ومو ویل چې راځﺉ ورشو. ما ورته ووېل چې ورشﺉ، او یو تن ورغﺉ او را ویې نیوه خو په چاړه ټپي شو.زه هم ورغلم او ټوپک مې ورڅخه واخیست او په سر سر مو ترهغه وواهه چې بې هوښه شو، او بیا مو وتاړه."

یو بل امریکايي محصل انتوني سدلر بیا وايي " زه یو محصل یم. زه اروپا ته راغلم چې خپل ملگري وگورم او موږ پدې سفر کې د یو ترهگر مخه ونیوله. "

دا درې کسان د فرانسې د کورنیو چارو د وزیر لخوا هم وستایل شول.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کسنیو وايي " دا زما لپاره، د جمهور رئیس او د صدراعظم لپاره ډېره مهمه ده چې له هغو امریکایانو څخه مننه وکړو چې په ډېر مشکل وخت کې ېې خپله زړورتیا وښودله. له دوی څخه پرته ممکن موږ له یوې غمیزې سره مخامخ شوي وای."

پولیس وایي چې وسلوال کس ٢٦ کاله عمر لري او اصلاً د مراکش دی. تراوسه پورې د دې برید انگیزه نده څرگند شوی.

له هغه وروسته چې مسلمان سختدریځو د تېرې فبرورۍ په میاشت کې د پاریس په شاوخوا کې ١٧ کسان ووژل، د فرانسې چارواکي احضاراتو په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG