د لاس رسي وړ اتصالات

طرابلس کې تازه نښتې پیل شوي


طرابلس کې تازه نښتې پیل شوي

طرابلس کې تازه نښتې پیل شوي

په طرابلس کې د معمر القذافې په ودانیو کې بیا جګړه پیل شوېده.

دا کار یوه ورځ وروسته له هغه نه کیږي چې یاغیانو د هغه د باب العزېزیه ماڼۍ ونیوله. یاغیانو دا یوه مهمه کامیابي وبلله او وې لمانځله.

یاغیانو د چارشنبې په ورځ د قذافي د پلویانو د ډزو په مقابل کې دفاع وکړله. یاغیانو د قذافي په ودانۍ کې موجود اموال د تلویزیونونو په شمول ضبط کړل او په قذافې پسې لټون روان دی.

د لیبیا مشر په یوه تلویزیوني وینا کې د طرابلس اوسیدونکی دې ته وهڅول چې پایتخت د یاغیانو له ولکې نه وژغوري.

د حکومت یوې تلویزیوني خپرونې وویل چې قذافي له باب العزیزیه نه په شا تللی دی او دا یو تاکتېکی کاردی، د ناټو له خوانه په دغه ودانی باندی په لسهاو هوايي بریدونه وشول.

معمر قذافی په یوه راډیويي وینا کې وویل چې ده لوړه کړېده چې یا شهید شي او یا به په دې جګړه کې چې هغه د ناټو یرغل او تجاوز وباله کامیاب شي.

له بل پلوه، د لیبیا د ملي انتقالي شورا رئیس محمود جبریل وایي ددې هیواد په جنوبي برخو کې هم خلک د معمر القذافی په خلاف راپاڅيدلي او د قذافي پر ملاتړو بریدونو لا نور هم زور اخیستی.

د انتقالی شورا مشران وایی چی د لیبیا د تیلو تولیدات به ډیر ژر بیرته پیل شی خو خبرداری یی ورکړ چی د پاڅون نه مخکی نورمال حالت ته د هیواد ستنیدل هم وخت غواړي چی ښایی دا بهیر لږ تر لږه یو کال وخت ونیسی.

په سعودی عربستان کی د انتقالی شورا سفیر وویل چی په زاویه ښار کی د تیلو تصفیه خانې ندي زیانمنې شوي او د تیلو د تولید کار په چټکۍ له سره پیلیدای شي. لیبیا د تیلو ډیر طبیعی زیرمی لري او له دې امله یو شتمن هیواد بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG