د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د افغانستان په مسئله کې له کومو پوښتنو سره مخ دی؟


د حالاتو څارونکي په دی نظر دی چې د امریکا نوې اداره بايد د افغانستان په مسئله کې ځنی مهمې پوښتنې ځواب کړي.

ټرمپ به سپينې ماڼۍ ته د ورتلو سره د ډيرو نورو کورنيو او بهرنيو مسايلو تر څنگ د افغانستان په اړه له ځینو مهمو پوښتنو سره هم مخ شي.

١- تيرو څو کلونو ته په کتو آيا امريکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته رسيدلائ شي؟

د حالاتو ارزنکي او مبصرين په دی نظر دي چې په سيمه کې د امريکا ژورو گټو ته په کتو امريکايان په اسيا په تيره بيا د چين، روسيی ، ايران او منځني ختيځ قضاياو په برخه کې د افغانستان مهم او ستراتيژيک موقيعت ته ډير ضرورت لري.

خو ستونزه دا ده چې افغان او امريکایی سياستمدارانو لا تر اوسه ددغه مهم ستراتيژيک موقيعت نه د گټې اخيستنې لپاره يوه مشترکه ژبه او تفاهم پر بنسټ گډو سياستونو د موندلو لار نه ده پيدا کړې.

په همدی بنا د ټرمپ اداری ته لازمه ده چې په راتلونکې کې د افغانستان د حکومت او سياستوالو سره د گډ کار او تفاهم امکانات او عملي ميکانيزمونه په مشخصه توگه وټاکي.

سياسي څيړونکی عبدالغفور ليوال وايي د ټرمپ د ادارې لپاره بايد لوی لمړيتوب دا وي چې مشخصه کړي چې دوئ له افغانستان نه، او افغانستان له دوئ څخه څه غواړي.

لیوال پدې باور دی چې د امريکا حضور په افغانستان کې د امريکا تر مديريت لاندې دی، داسی نه دی چې دوئ دلته بند پاته دي او اهدافو ته رسيدلائ نشي.

” هو ، امريکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته رسيدلائ شي مگر په يو ودان په پښو ولاړ او پياوړي افغانستان کې. “

په بې ثباته، جنگ ځپلي او په اوسني وضيعت کې چې افغانستان قرار لري امريکايان خپلو اهدافو ته نشي رسيدلای له همدی کبله ليوال په ټينگار وويل چې په افغانستان کې په هر قيمت چې وي وضيعت بايد بدل شي يواځي سوله ايز او پرمختللي افغانستان کې امريکا خپلې گټې او اهداف ترلاسه کولائ شی د افغانستان اوسنې وضيعت د امريکا په گټه نه دی.

افغانستان سره به د امريکا مالي مرستې تر څه وخته دوام ولري ؟

که د امريکا لپاره د افغانستان قضيه د امريکا د دوه گونديزو پاليسيو پراساس وڅيړل شي نو ځواب به يي څه وي آيا د مرستو د دوام په خاطربه د ټرمپ نوی اداره افغانستان ته توجه وکړي او کنه؟

د امريکا په نبراسکا کې د افغان مطالعاتي مرکز مشر شير جان احمد زی وايي:

د افغانستان جگړه د جمهوری غوښتونکو په وخت کې پيل شوه کله چې دمکرات اوبا ما اولسمشر شو نو په اوبا يي انتقاد کاوه چې دوئ افغانستان ته توجه کمه کړې او هغه مرستې چې بايد وکړي نه يي کوي نوهيله داده چې:

د ولسمشر ټرمپ په راتلو سره او د امريکا د کانگرس نه چې جمهوری غوښتونکي يی اکثريت دي داسی هيله کيږي چې راتلونکي کې به افغانستان ته د امريکا پاملرنه ډيره اومرستې به په افغانستان کې د ثبات ترراتلو دوام ومومي.

د ځينو دلايلو پراساس داهم ويلائ شوچې افغانستان به په راتلونکې ولسمشرۍ دوره کې د امريکا د پاليسۍ مهم ټکې وي ځکه په سيمه کې دا مهال د روسانو مداخله او هغه بلاک چې روسانو ،چين ، پاکستان او ايران جوړ کړې ولسمشر ټرمپ هم غواړي چې روس سره خپلې اړيکې ورغوي نو با لاخره روسيي سره د ټرمپ د اړيکو رغول او په افغانستان کې د ځواکمن حکومت رامنځته کولو ته به د امريکا پام نورهم زيات کړي.

په افغانستان کې د امریکا حضور ته ترڅه مودې پوری اړتيا ده؟

بله پوښتنه چې د امريکا نوی ولسمشر ډانلد ټرمپ يی بايد ځواب کړي هغه داده چې تر څه وخته په افغانستان کې د امريکا نظامي حضور ته اړتيا ده ؟

د نظامي چار پوهان وايي ډونالد ټرمپ بايد د افغانستان په اړه پر ټولو مسايلو له سره غور وکړي او بايد دا معلومه کړي چې امريکايي عسکر به تر څه وخت پورې دوئ په افغانستان کې ساتي .

نظامی کار پوه اسحق اتمروايي :

په افغانستان کې به د امريکا نظامي حضوراوږد مهاله وي ترهغه وخته پوری چې امريکايان په دی مطمينه نشي چې په سيمه کې استخباراتي او د زبرځواکو رقابتونه پاې ته رسيدلی ، افغانستان داسې روزل شوی اردو لري چې د هيواد له حاکميته څخه دفاع کولائ شی او دوئ ته له دی هيواد څخه څه خطر متوجه نه دی ، تروريزم محوه شوې او افغانستان په امنيتي لحاظ با ثباته شوی نو په هغه صورت کې به د امريکا نظامي حضور په افغانستان کې نه وی پرته له دی اتمرپه ټينگار وويل ”فکر نکوي که امريکا دی تياره اوسي چې په افغانستان کې خپل نظامي حضور کم کړي بلکه د اوږد مهال لپاره به امريکا په افغانستان کې نظامي حضور ولري .

امریکا له ۲۰۰١ کال راهیسې په افغانستان کې شاو خوا يو ترليون يا زر ميلیارده ډالر مصرف کړي چې د امريکا د ځانگړي مفتش يا سيگار په قول څه باندې سل ميليارده ډالر يواځې د بيا رغاونې په برخه کې مصرف شوي .

په افغانستان کې اوسنې حالت د امریکانوي حکومت لپاره ښه انتخاب دی؟

د چارو پوهان او حالاتو څارونکي وايی ډونالډ ټرمپ اداره بايد دا او د افغانستان په اړه نورې پوښتنې مخکې تر دې چې ناوخته شي باید د دواړو هيوادونو د گټو په نظر کې نيولو سره ځواب او افغانستان له پام څخه ونه غورځوي .

XS
SM
MD
LG