د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ اوباما تورن کړ چې په پټه یې د هغه خبرې ثبت کړي


ولسمشر ټرمپ ویلي چې ښاغلي اوباما ډېر ټېت کار کړی چې د هغه مکالمې یې ثبت کړي دي

ولسمشر ټرمپ په یوې تازې څرګندونې کې پر مخکني ولسمشر بارک اوباما تور لګولی دی چې په پټه یې د هغه مکالمې ثبت کړې دي.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې لیکلي "ډېره بده خبره ده! اوس خبر شوم چې د انتخاباتو تر ګټلو لږ مخکې اوباما د ټرمپ په ودانۍ کې زما مکالمې ثبت کړي. هېڅ نه دي موندل شوي".

ښاغلي ټرمپ پوښتنه کړې چې ایا د یو ولسمشر لپاره دا جواز لري چې مکالمې ثبت کړي؟ نوموړي لیکلي چې ولسمسشر اوباما د انتخاباتي مبارزو پر مهال" څومره ټيټ کار کړی چې زما مکالمې یې ثبت کړي دي".

هغه وايي شاید یو ښه وکیل له دغې پېښې څخه یوه قوي قضیه جوړه کړي. خو د ولسمشر اوباما ویاند د ښاغلي ټرمپ دا ادعا رده کړه.

د سي ان ان د راپور له مخې د ولسمشر اوباما ویاند کوین لیویس په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې نه ولسمشر اوباما او نه د سپینې ماڼۍ کوم چارواکي د کوم امریکايي وګړي د مکالمو د ثبتولو او اورېدلو حکم کړی دی.

ښاغلي ټرمپ په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي. د هغه دا ادعا داسې مهال مخې ته راځي چې په کانګرس کې د ډیموکرات ګوند ځینو غړو د روسیې له سفیر سره د امریکا د لوی څارنوال په ملاقات کلک غبرګونونه ښودلي دي.

خو ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د روسیې سفیر له ولسمشر اوباما او د هغه له ادارې سره هم څو وارې لیدلي دي. هغه د امریکا لوی څارنوال سیشنز ښه شخصیت بللی دی.

XS
SM
MD
LG