د لاس رسي وړ اتصالات

د دونالدټرمپ د حکومت احتمالي چارواکي


تراوسه ډیرې څیرې د دفاع او خارجه وزارتونو، لوی څارنوالۍ او ملي امنیت ادارې لپاره مطرح شوي دي
تراوسه ډیرې څیرې د دفاع او خارجه وزارتونو، لوی څارنوالۍ او ملي امنیت ادارې لپاره مطرح شوي دي

ښاغلی ټرمپ د خپلې کابینې د وزیرانو پر انتخاب او د نورو سلگونو لوړو څوکیو د پاره د وړ او خپلې خوښې د کسانو پر موندلو اخته دی.

د شنبې په ورځ د ښار له گڼې گوڼې لیري، د نیو جرسي په یو تفریحي سیمه کې، منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ ډېر ځلي د کاندیدانو سره د خدای پامانۍ پر مهال د دروازې مخې ته راوځي خو ډېر څه نه وايي.

مټ رامني، چې د کمپاین پر مهال د دونالدټرمپ ډېر سرسخته منتقد و، د شنبې (نومبر۱۹) په ورځ یې د منتخب جمهور رئیس سره ولیدل او تر لیدنې وروسته یې وویل چې دوئ پر نړیوالو چارو ژورې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي رامني چې تیر ځلې جمهوري ریاست ته کاندید و او له بارک اوباما څخه یې ماتې خوړلې وه، اوس داسي ویل کیږي چې کیدای شي د ټرمپ په نوي حکومت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر شي. پخپله ښاغلی ټرمپ د کابینې د تعیناتو د روانې پروسې راضي دی او وایي پروسه ډېره ښه روانه ده. هغه وایي ډېر قوي او زښت ډېر استعدادونه شته او داسي خلک يي لیدلي دي چې امریکا به یو ځل بیا غښتلې امریکا کړي.

ټرمپ به د جمهور رئیس په توګه د ۲۰۱۷ - جنورۍ په شلمه د لوړې مراسم پرځای کړي
ټرمپ به د جمهور رئیس په توګه د ۲۰۱۷ - جنورۍ په شلمه د لوړې مراسم پرځای کړي

ښاغلي ټرمپ د شنبې په ورځ د متقاعد جنرال جیمز ماټیز سره هم ولیدل چې گمان کیږي د دفاع وزارت لپاره د کاندیدانو په سر کې اوسي او یا بله مهمه څوکۍ ورسپارل شي پخپله ټرمپ یي هم قوي کاندید بولي او وایي قوي کاري سابقه لري.

د جمعې په ورځ د دریو امنیتي پوستونو د کاندیدانو د نومونو له اعلان نه وروسته، دوه نور مهم نومونه هم څرګند شوي دي. ویل کیږي چې متقاعد جنرال ډېوېډ پټریس، چې په افغانستان او عراق کې د امریکایي ځواکونو قوماندان و او بیا وروسته د سي آی اې ریس شو، د دفاع وزارت لپاره ارزول کیږي.

د جمعې په ورځ هم خبر خپور شو چې ښاغلي ټرمپ، سناتور جف سیشنز د لوی څارنوال، متقاعد جنرال مایکل فلین د ملی امنیت د سلاکار او مایک پامپې د سي آی اې د ریس په توگه انتخاب کړي دي. خو دا درې سره باید د کانگرس څخه د باور رایې واخلي.

د حکومت د جوړولو د چارو په پیل کې منتخب جمهور رئیس دونالدټرمپ، رینې پریبوس د خپل دفتر د رئیس په توگه او یو سپین پوسته محافظه کار ژونالیست، ستیفن بینن يي د خپل مشر سلاکار په توگه اعلان کړل.

XS
SM
MD
LG