د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ کانگرس ته د ۴،١ تریلیون ډالرو بودجه لیږلې


په کانگرس کې دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو دواړو ویلي چې د ټرمپ بودجه لویو اصلاحاتو ته اړتیا لري
په کانگرس کې دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو دواړو ویلي چې د ټرمپ بودجه لویو اصلاحاتو ته اړتیا لري

د ولسمشر ټرمپ په بودجه کې د دفاع وزارت پیسې ډیرې شوي خو د باندنیو چارو وزرات او بهرنیو مرستو لپاره پیسې کمې شوې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د خپل حکومت د ۴،١ تریلیون ډالرو بودجې طرحه کانگرس ته د تصویب لپاره استولې ده.

ددې بودجې زیاته برخه چټکې اقتصادي ودې ته ځانگړې شوې ده، خو د بحث وړ خبره په کې د امریکا کم عاید لرونکو وگړو ته د مرستندویه پروگرامونو کمول دي چې دا کار لا دمخه د دموکراتو وکیلانو له کلکو نیوکو سره مخامخ شوی دی.

دموکراتان ولسمشر ټرمپ باندې نیوکې کوي چې ګواکي شتمنو وګړو او بډایو شرکتونو ته ډیر مالیاتي تخفیف ورکوي خو له بې وزلو خلکو نه مرستې سپموي.

په وړاندې شوې بودجې کې د باندنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالې پرمختيايي ادارې (یو اس ای آې ډي) بودجه کې ۲۸ سلنه کموالې وړاندیز شوې خو د دفاع وزارت پر بودجې بیا څه باندې ۵۰ میلیارد ډالره اضافه شوي دي.

په کانگرس کې د دواړو گوندونو دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو استازو ویلي دي چې د ټرمپ بودجه لویو اصلاحاتو او بدلونونو ته اړتیا لري.

ښاغلي ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر وخت د کمزورې اقتصادي ودې په خاطر د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما پر حکومت انتقادونه کول او ژمنه یې کړې وه چې د هغه اقتصادي پروگرامونه به په امریکا کې چټکه اقتصادي وده رامنځ کړي. خو د هغه دغه ادعا یو شمیر اقتصادي کارپوهان ډیره خوشبینانه گڼي.

د ښاغلي ټرمپ د حکومت د بودجې په طرحه کې چې "د امریکا د ستروالي لپاره نوی بنسټ" گڼل شوې د اوباما د روغتیایي بیمې، د یو شمیر دولتي ادارو لگښتونو په گډون د مرستندویه پراخو پروگرامونو په بودجه کې کموالی راغلی دی.

د سپینې ماڼۍ مالي آمر مایک مولواني د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل "له خلکو غواړو چې کار وکړي. که څوک کار نه کوي او د دولت د غذایي مرستندویه پروگرام نه گټه اخلي باید لاړ شي او کار وکړي. که څوک پرته له کوم دلیل نه د معلولیت او معیوبیت امتیاز تر لاسه کوي، نو باید امتیاز یې قطع شي".

د ملکي مصارفو په برخه کې د دولت د ملکي مامورینو د تقاعد په امتیازونو کې هم کموالی راغلی دی. خو د حکومت د دفاعي چارو لگښت ٥۴ میلیارده ډالر چې شاوخوا لس فیصده کیږي، زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG