د لاس رسي وړ اتصالات

ترمپ: بې وفا جمهوري غوښتونکي تر هیلري ډیر سخته دي


د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست لپاره جمهوري غوښتونکي کاندید دونالد ترمپ د سې شنبې په ورځ د خپل گوند هغو مشرانو باندې لفظي بریدونه وکړل چې د ښځو په هکله د ناوړو خبرو وروسته یې خپل ملاتړ بیرته واخیست.

یوه ورځ مخکې د امریکا د استازو د مجلس مشر جمهوري غوښتونکي پاول راین ویلي و چې نور له دانلد ترمپ ملاتړ نکوي او هغه ته به کمپاین و نکړي.

ترمپ د سې شنبې په ورځ د ټولنیزو رسنیو له لارې په خپل تویتر پانې پر جمهوري غوښتونکي مشرانو باندې برید وکړ او هغوی باندې ځکه نیوکه وکړه چې هغه په کمپاین کې یوازې پریښی دی.

هغه لیکلي "زمونږه کمزوری او بې تاثیره مشر، پاول راین یو خرابه تیلفوني کنفرانس درلود چې د گوند غړي د هغه په بې وفایۍ باندې برید وکړ"

هېلري کلنټن د سې شنبې په ورځ د فلوریډا ایالت په میامي ښار کې د اقلیم د بدلون او د ماتیو په نوم د سمندري توپان له امله د تاوانونو په اړه خبرې وکړې.

"په سمندر کې تودوښه په بې ساري ډول زیاته شوې ده، له همدې امله موږ د امریکا په جنوبي او شمالي کارولینا ایالتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو شاهد و. د جنوب ختیځ په زیاترو برخو کې د سیندونو اوبه تر پخوا یو فوټ زیاتې شوې دي."

هېلري کلنټن وویل چی دغو سیلاوبونو په فلوریډا کې نه یوازې جایدادونو ته ۴٠٠ ملیارډ ډالره تاوان اړولی بلکې د هېواد والو روغتیا ته هم گواښ گڼل کېږي.

میرمن کلنټن وویل"هغه میاشي چې د زیکا په څېر ناروغي خپروي، او د نورو ناروغیو کچه پراخېږي، دوبی چې اوږد شي نو د سالنډۍ ناروغي په تیره د ماشومانو لپاره ډېره ناوړه بڼه غوره کوي".

هېلري کلنټن وویل کله چې دا ولسمشره شي نو د پاکې انرژۍ په ډگر کې به متحده ایالاتو له چین او جرمني نه ډېر پرمختگ وکړي.

له هېلري کلنټن سره د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال الگور چې د هوا د تودوښي او بدلونونو په اړه زیات فعالیت کوي هم ملگری و. الگور ته د اقلیم د بدلون په اړه کار کې د نوبل جایزه ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG