د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د جمهوري ریاست لپاره خپل ټول تجارت پریږدي


دونالد ټرمپ د امریکا پنځه څلوېشتم ولسمشر شو
دونالد ټرمپ د امریکا پنځه څلوېشتم ولسمشر شو

د امریکا منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ وايي خپل ټول کاروبار او سوداګري به پریږدي چې د خپل هېواد مشري وکړي.

ده په خپل ټویټر کې لیکلي چې د ډسمبر په میاشت کې به په دې اړه د نیویارک په ښار کې په یو کنفرانس کې پوره جزییات ورکړي.په دې باندې یوه نیوکه دا وه چې که خپل کاروبار ته پرېنږدي، شاید د جمهوري ریاست پر مهال له خپلې دندې د خپلې سوداګرۍ په ګټه کار واخلي.

خو، نوموړي په خپل یو تازه ټویټ کې لیکلي چې خپل ټول کاروبار پریږدم چې امریکا بیا غښتلې کړو. هغه ویلي چې په دې اړه به نور جزییات وروسته خپروي.

ښاغلي ټرمپ مخکې ویلي وو چې خپله سوداګري خپلو اولادونو ته پریږدي. دونالد ټرمپ یو امریکايي شتمن دی چې پر امریکا سربېره د نړۍ په نورو هېوادونو کې سوداګري، هوټلونه، ودانۍ او کاروبار لري.

هغه به د ۲۰۱۷ د جنورۍ په شلمه د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه کوي، خو تر هغه مخکې باید د کابیني د مهمو وزارتونو تر څنګ زرګونو نورو دندو باندې باید خلک وګماري.

دونالد ټرمپ د نومبر په اتمه نېته د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې خپلې ډیموکراتې سیالې هیلري کلنټن ته حیرانونکې ماتې ورکړه او د امریکا ۴۵ منتخب ولسمشر شو.

XS
SM
MD
LG