د لاس رسي وړ اتصالات

د کلنټن او ټرمپ سیالي سخته شوه


د سي ان ان له خوا نوې سروې کې ټرمپ تر کلنټن مخکې دی
د سي ان ان له خوا نوې سروې کې ټرمپ تر کلنټن مخکې دی

په اکثره سروې گانو کې هیلري کلنټن به تر ډانلډ ټرمپ مخکې وه خو د سي ان ان د وروستۍ نظرې پوښتنې په گډون د ملي او ایالت په کچه تیرو څو وروستیو نظر پوښتنو کې داسې ښکاره شوې چې دواړو سیالانو ترمینځ د سپینې ماڼۍ لپاره سیالي په کم تفاوت سره روانه ده.

ډانلډ ترمپ په دې وروستیو کې په ورجینیا کې خپلې بهرنۍ تگلارې باندې خبرې وکړې او وې نشوای کولای چې د نظر پوښتنو په اړه ښه خبر پټ وساتي. هغه په ورجینیا بیچ په سیمه کې امریکایي پوځیانو ته په وینا کې وویل:

"سي ان ان یوه پراخه نظر پوښتنه کړې ده. د دوی ستره نظر پوښتنه نن خپره شوې چې ترمپ پکې بریالی دی. دا ارواح پوهنې له اړه ښه دی. زه د حقیقت له اړخه پوهیږم ځکه هغه خلک چې پرون یې زما پوښتنه نه کوله نن یې کوي. ژوند همداسې ده."

کلنټن تر فشار لاندې

هیلري کلنټن اوس هم په اکثره ملي نظرپوښتنو کې په مخ ده او اکثره په هغو ایالتونو کې مخکښه ده چې په راتلونکي دوو میاشتو کې به د ډواړو گوندونو د کمپیانونو ډگر وي.

کلنټن په فلوریدا کې د کمپیاین په لړ کې پر ترمپ نیوکې وکړې.

"هغه مسلمانانو ته سپکاوی کوي او پر هغه کورنۍ باندې لفظي برید کوي چې خپل زوی یې د عراق په جگړې کې له لاسه ورکړی. زمونږ بڼه داسې نده. ملگرو، مونږ ډیر پلانونه لرو او همدارنگه ارزښتونه لرو چې امریکایي ارزښتونو باندې ولاړ یو."

دا سیالي په ځېنو برخو کې ډیره نږدې روانه ده ځکه چې د جورج تاون د پوهنتون پروفیسر ستیفن واین په وینا د کلنټن کمزورۍ ډیر راسپړل کیږي.

د سي ان ان د وروستي نړیوالې نظر پوښتنه پایلې
د سي ان ان د وروستي نړیوالې نظر پوښتنه پایلې

ښاغلی واین وایي"یو شمیر خلک شته چې فکر کوي کلنټن صادقه او د باور وړ نده. هغه د سیاسینو ضد په دې عصر کې یوه دودیزه سیاستواله ده."

خو په ورته وخت کې د گالپ د سروې مرکز نه فرانک نیوپورت وایي ترمپ هم د عدم محبوبیت سره مخ دی.

نیوپورت وايي "دواړه د ستونزو سره مخ دي. زه فکر کوم چې د هیلري کلنټن د کمپاین خلک په دې هکله ډیر فکر کوي چې څنگه د هغې تصویر بدل کړي. خو دا کار ډېر ستونزمن دی."

شنونکی جیرمي مایر وایي کلنټن هیله لري څنگه چې د گوندي غونډې نه وروسته مخکښه شوه او په مخکښتوب کې یې تر ډیره د ترمپ جنجالي خبرې رول لوبولی و، هغه ډول پاتې شي. ډانلډ ترمپ او هیلري کلنټن د مخه لا د لومړي مناظرې لپاره چمتووالی نیسي چې ټاکل شوې ده د سپتمبر په ٢٦ کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG